د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

ولسي جرګه: د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی


له تېرې یوې ‎نیمې لسیزې راهیسې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې د مېلیونونو ډالرو لګښت سره سره لا هم افغانستان په نړۍ کې د تاریاکو د ستر تولیدوونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي او د نړۍ څه باندې ۸۰ سلنه تاریاک تولیدوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې کمېسیون یو شمېر غړي په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله څو برابره زیات شوی او افغان حکومت‎ یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د دې کمېسیون مرستیال نقیب‎الله ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ناامنیو له ډېرېدو سره د کوکنارو په کښت کې هم زیاتوالی راغلی او دا بوټی تر ډېره بريده په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د وسله‎والو مخالفینو په ولکه کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کوکنارو د کښت پرضد دغه مبارزه که څه هم لاسته راوړنې لري، خو په ټوله کې دا یوه ناکامه پروسه وه، دوی ونه شو کړای چې په دومره وخت او زیاتو امکاناتو د کوکنارو د کښت فیصدې راکمه کړي، بلکې نوره هم زیاته شوه."

خو دا یوازې افغان حکومت نه دی چې په دې برخه کې یې مبارزه کړې، سربېره پر دې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا په افغانستان کې د مخدره توکو د کښت، توليد، قاچاقو او استعمال پر ضد مبارزې باندي مېلیونونه ډالر لګولي دي.

د وروستیو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۰ او د اپینو په تولید کې ۴۳ فيصده زیاتوالی راغلی وو.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د څېړنو پر بنسټ د روان لمریز کال په بهير کې هم د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې په څه باندې ۲۰۰ زره جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پرضد د مبارزې معینیت وايي چې د کوکنارو له منځه وړلو لپاره پر جوړو شویو طرحو باندې باید له سره کتنه وشي.

د دې ادارې ویاند سید مهدي کاظمي وايي:

"د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره پوځي قوت ته اړتیا ده، څو هغو سیمو ته واستول شي، چېرې چې کوکنار کرل کېږي، څو د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي، سږکال هم د کوکنارو د له منځه وړلو برخه کې جوړو شویو برنامو د پام وړ پایلې نه درلودې او کوکنار لمنځه وړل شوي نه دي."

ښاغلی کاظمي اندېښنه ښيي چې د کوکنارو د کښت له زیاتېدو سره به د مخدره موادو د تولید او قاچاقو کچه هم لوړه شي.

د افغانستان د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت که څه هم په دې برخه کې پر خپلو هڅو ټینګار کوي، خو په افغانستان کې ناامني او په نړیوالو بازارونو کې د مخدره موادو لوړه تقاضا د کوکنارو له منځه وړلو پر وړاندې ستر خنډونه بولي.

د دغه وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار وايي چې په افغانستان د کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره باید د سيمې د هېوادونو او په نړیواله کچه اجماع رامنځته شي.

دانشیار وویل:

"په افغانستان کې چې کوم کوکنار کرل کېږي د افغانانو د اړتیا پر بنسټ نه دي، بلکې په نړیوالو بازارونو کې یې لوړه تقاضا ده او د انتقال باامنې لارې یې هم د سیمې هېوادونه دي، دا په یوه نړیوال مافیايي قاچاق بدل شوي او د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالې اجماع ته اړتیا ده."

یو شمېر کارپوهان بیا په افغانستان کې د مخدره موادو پرضد مبارزه کې د نړیوالو پر ريښتینې همکارۍ ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي، څنګه چې په افغانستان کې تارياک او نور مخدره مواد د نړیوالو بازارونو د تقاضا پر بنسټ تولیدېږي او د جنګي ډلو مالي سرچينې بلل کېږي، نو دې ټکو ته په پام سره اړتیا ليدل کېږي چې نړیوال په دې برخه کې صادقانه همکاري وکړي او د دې تر څنګ افغان حکومت هم د افغان بزګرو لپاره د کوکنارو د کښت مناسب بدیل وړاندې کړي.

راپور: عبادالله حنانزی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG