د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

خلک: طالبان سرپل کې د ډېرو کرل شویو کوکنار له عوایدو پوځي امکانات برابروي


د سرپل ولایت اوسېدونکي د کوکنار کښت له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې وسله‎وال طالبان د کوکنارو د عواید په ترلاسه کولو سره ځان ته پوځي امکانات برابروي.

د سرپل ولایت اوسېدونکي وايي چې تر ټولو ډېر په سوزمه قلعه، کوهستاناتو او صیاد ولسوالیو کې د کوکنارو کښت نسبت بل هر وخت ته زیات شوی دی.

د یادو سیمو اوسېدونکي وايي چې د کوکنارو د کښت زیاتوالی د دې سبب شوی چې د دولت مخالف وسله‎وال خپل جنګي امکانات د تاریاکو څخه په تر لاسه شویو پیسو برابر کړي.

د سرپل اوسېدونکي ساحل او منیب یې په اړه وايي:

"سوزمه قلعه، صیاد او کوهستاناتو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او نور زراعتي کښتونه عواید نه‎لري په همدې دلیل د کوکنارو کښت زیات شوی او موږ هم کوکنار کرلي دي."

"په سرپل کې د کوکنارو کښت زیات شوی خاصتاً هغه سیمو کې چې د مخالفو وسله‎والو تر ولکې لاندې وي، دلته مخالفین هڅه کوي چې د تاریاکو کښت ترویج کړي."

په همدې حال کې د سرپل والي ظاهر وحدت هم وايي چې د طالب وسله‎والو د ولکې لاندې سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او هغوی ترې د خپل تجهیز لپاره کار اخلي.

د سرپل والي ظاهر وحدت د طالب وسله‎والو تر ولکې لاندې سیمو کې د کوکنارو د کښت په اړه وايي:

"په‎ دې کې شک نه‌شته چې د مخالفو وسله‎والو په قلمرو کې هم کوکنار زیات کرل شوي دي، موږ نه‌یو توانېدلي چې مخنیوی یې وکړو او دا یو څرګند حقیقت دی."

یوازې سرپل ولایت نه‎دی چې اوسېدونکي یې د کوکنارو د کښت له زیاتوالي شکایت کوي د بلخ، جوزجان او سمنګان اوسېدونکي هم په خپلو سیمو کې د کوکنارو د کښت له زیاتوالي شکایت کوي.

په دې اړه تر اوسه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG