د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

افغانستان د نشه‌يي توکو پر ضد د ملي بسیج په نوم یوه اوونۍ لمانځي


د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې د مخدره موادو پرضد د ملي بسیج په نوم یوه اوونۍ لمانځي.

دا وزارت وايي، د مخدره موادو پرضد د ملي بسیج په نوم له دې اوونې د لمانځنې څخه یې هدف دا دې چې د مخدره موادو د زیانونو او د دې پدیدې په وړاندې د مبارزې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د دې وزارت د پالیسۍ رئیس عثمان فروتن ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د مخدره موادو د ستونزې جدیت ته پام اړتیا ده چې له دې ستونزې سره په ګډه مبارزه وشي.

دی وايي، د ملي بسیج په نوم د مخدره مواد پر ضد د مبارزې دغه اوونۍ به د جون میاشتې له ۲۶ نېټې څخه چې د مخدره مواد پر ضد د مبارزې له نړېوالې ورځې سره سمون خوري پیل شي خو سر له اوسه ورته چمتوالی دوام لري.

نوموړی وايي:

"په افغانستان کې د مخدره مواد د ستونزې جدیت ته په کتو اړتیا ده چې د هېواد په کچه د مخدره مواد پرضد ملي بسیج رامنځته شي. په دې اوونۍ کې به په مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي پرګرامونه پلي شي څو خلک د مخدره موادو پر سره یو او په ګډه ورسره مبارزه وکړي."

له دي مخکې د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني هم ویلي و چې د مخدره موادو کښت، تولید، قاچاق او استعمال په یوې جدي ستونزې بدله شوې او له دې پدیدي سره مبارزه ملي پیوستون او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد باید ملي او ولسي پروګرام پرمخ یوړل شي.

د مخدره موادو پر ضد د ملي بسیج اوونۍ تېر کال په لومړي ځل ولمانځل شوه خو د شنونکو په باور د پام وړ نتیجه یې نه درلوده او په وینا یې په لېرې پرتو سیمو کې خلک لاهم د مخدره موادو د زیانونو په اړه پوهاوی نه‎لري.

د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت د پالیسۍ او همغږۍ پخواني رئیس محمد اشرف ناصري وايي، تر هغه چې د مخدره موادو پرضد عملي او جدي ګامونه پورته نه‎شي او بزګرو ته د کوکنارو د کښت بدیل وړاندې نه‎شي دا ډول اقدامات مثبته نتیجه نه‎لري.

دی وايي:

"په نسبي ډول دا ښه کار ته زه یی مخالفت نه کوم اما د دې درد دوا نه‎شي کیدای او دا ستونزې نه‎شي حلولای دا یوازی نمایشي کار ده. بزګر ته باید د کوکنارو د کښت بدیل پیدا شي."

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز بیا وایي، له دې لارې کولای شي چې خلکو او بزګرو ته د نشه‎یي موادو د زیانونو او په دې برخه کې د موجوده قوانینو په اړه پوهاوی ورکړي.

د دې وزارت مسؤلان وايي چې د مخدره موادو پرضد د ملي بسیج اوونۍ د لمانځلو لپاره دوی هم چمتوالی لري او له اړوندو ادارو سره په ګټه په دې برخه کې کار کوي.

راپور: عبادالله حنان زی

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG