د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

کاظمي: په مخدره موادو ډک نیول شوي موټر د بغلان د پخواني ښاروال دي


په داسې حال کې چې په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو د استازي اغاجان سعید په موټر کې د نشه يي توکو د نیول کېدو راپورونه خپاره شول، خو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې معینیت وايي چې دې موټرو د بغلان په پخواني ښاروال پورې اړه درلوده.

د دغه وزارت د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو له دغو دوو موتړو نه ۵۰ کېلو ګرامه چرس او اپیم ترلاسه کړي او له پېښې سره په تړاو نهه کسان نیولي دي.

نوموړی وايي چې دغه موټرې د کابل د دسپیچري په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

دی وایي چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به د دغه پېښې د اصلي عامل پرضد اقدام وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره ورځ د کابل ښار د دسپیچري په سیمه کې په دوه موټرو شکمن شو چې له ودرولو او تالاشي کولو وروسته پکې ۴۰ نه تر ۵۰ کېلو چرس او اپیم ځای پرځای شوي و او د پولیسو لاس ته ورغلل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا موټرې د بغلان په پخواني ښاروال پورې اړه لري."

له زیات ټینګار سره سره ښاغلي کاظمي د بغلان د پخواني ښاروال نوم وانه خیست.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، زیاتره جرمونه، د نشه يې موادو قاچاق او ان انتحاري حملې د تورو ښیښو لرونکو موټرو څخه په ګټه اخیستنې ترسره کېږي.

په تېره کې هم په ورته موټرو کې د امنیتي ځواکونو له خوا مخدره مواد کشف او ترلاسه شوي دي.

بل لور ته په ولسي جرګه د کاپیسا وکیل اغاجان سعید هم وايي چې یادې موټرې په ده پورې اړه نه لري او یو شمېر خلک د ده پرضد عامه افکار خرابوي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه د دغې موضوع د قانوني تحقیق غوښتونکی یم، له کورنیو چارو وزارت او ولسي جرګې سره مې خبرې کړي، له دې مسئلې هېڅ خبر نه لرم او دا د یو شمېر خلکو له خوا خوشې اوازې دي چې په ما پورې تړل شوي دي."

په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالان وايي چې د مخدره موادو په قاچاق کې د چارواکو لاس لرل نه یوازې دا چې په هېواد کې د مخدره موادو په کچه کې زیاتوالی راولي بلکې پرضد يې د پیل شوې مبارزې په وړاندې خنډونه هم پیدا کوي.

له ډلې يې فرید امیري ازادي راډیو ته وویل:

"مافیا هم کولای شي چې د نظام په دننه کې اووسي او بیرون، هغه چې د نظام په دننه کې دي او د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري، یو شمېر يې لوړ پوړي چارواکي دي ځکه دوی وسله وال ساتونکي، زرهي او د تورو ښيښو لرونکې موټرې په واک کې لري."

ښاغلي امیري وویل تر هغه وخته چې د دغه ډول موټرو د تګ راتګ مخنیوی ونه شي د قاچاق او ناامنۍ مخه نه شي نېول کېدای.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG