د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

مشرانو جرګه: ځيني چارواکي هم د نشه‌يي توکو په قاچاق کې لاس لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه‎یي موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د ترورېستي ډلو تر څنګ یو شمېر سیمه‌ییز قوماندانان او غیر مسؤله وسله‎وال هم د نشه‎یي توکو په تولید کې لاس لري او له دې لارې ګټې تر لاسه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی له دې کسانو ځينې یې نیولي هم دي او په خبره‌یې چې دا قوماندانان او سیمه‌ییز زورواکي تر ډېره په ناامنه سیمو کې فعال دي.

ښاغلي کاظمي وویل:

"موږ د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د غیر مسؤله وسله‎والو لاس لرل نه‌ردوو، ولې موږ د تنفیذ کوونکې قوې په حیث ژمنتیا او اراده لرو چې هر څوک که هغه مسؤل یا غیر مسول وي، د نشه‎یي توکو په کاروبار کې لاس ولري د هغو د نیولو اقدام کوو."

په داسې حال کې چې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تل په دغه هېواد کې د نشه‎یي توکو سره د مبارزې په اړه ویلي، خو افغانستان لا هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر مخدره مواد تولیدوي.

د راپورونو له مخې دا مهال د زیات تولید تر څنګ د دغه هېواد شااوخوا درې‎نیم میلیونه وګړي په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د نشه‎یي توکو څخه اغېزمن دي.

افغان چارواکي وايي چې ناامني او د نشه‎یي توکو کښت یو له بل سره مستقیمه اړیکه لري.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې، په ختیځو او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د ناامنیو دلیل تر ډېره د نشه‎یي توکو کښت، تولید او قاچاق جوړوي.

له دې سره د مشرانو جرګې د نشه‎یي موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي چې ځيني لوړپوړي دولتي چارواکي هم د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري.

د یاد کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزي که څه هم د چا نوم وانه‌خیست و ټینګار کوي چې د دې کسانو پر وړاندې هم باید حکومت اقدامات وکړي.

نوموړی وایي:

"یو شمېر دولتي چارواکي په مخدره موادو کې لاس لري، نشه‎یي توکو د لویو لارو څخه په استفاده لېږدېږي او همدا کسان ورته زمینې برابروي، په داسې حال کې چې له هغې پرته نیول کېږي."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي بیا وايي، حکومت ژمن دی چې د شواهدو د لرلو په صورت کې د هر چا پر وړاندې ودرېږي.

خو یو شمېر مدني فعالان د هغې له ډلې فرید احمد امیري وايي چې حکومت یوازې په ټیټه کچه اقدامات کوي، خو د زورواکو او چارواکو پر وړاندې یې کله هم جدي اقدامات نه‌دي کړي.

راپور: یوسف‎ خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG