د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

فیلډ: نشه‎یي توکو سره له مبارزې پرته د ترهګرۍ پر وړاندې بریا ناممکنه ده


په داسې حال کې چې په افغانستان کې روانه جګړه تر ډېره بريده د مخدره موادو له کښت، تولید او قاچاق څخه تمویلېږي، د امریکا د نشه‎يي موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په نړیواله اداره کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلیم برون فیلډ ټینګار کوي چې له مخدره موادو سره له مبارزې پرته، له ترهګرۍ سره مبارزه نه‎شي بریالۍ کېدای.

ویلیم برون فیلډ چې په یوه رسمې سفر کابل ته راغلی و، له افغان چارواکو سره تر لیده کاته وروسته د خپل سفر په پای کې د سې شنبې په ماښام خبریالانو ته وویل، له افغان حکومت سره دې نتیجې ته رسېدلی چې د افغانستان د جګړې د پای لپاره باید له مخدره موادو سره مبارزه ګړندۍ او نوره هم جدي شي.

امریکا د نشه‎يي موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په نړیواله اداره کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلیم برون فیلډ
امریکا د نشه‎يي موادو پر ضد د مبارزې او د قانون د حاکمیت په نړیواله اداره کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلیم برون فیلډ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر دې توافق وکړ، دا ناممکنه ده چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او مخدره موادو ګواښ يو له بله جلا وبلل شي، ځکه هغه ډلې چې ترهګریز فعالیتونه کوي، د مخدره موادو په قاچاق کې هم ښکېلې دي."

تر دې مخکې افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو ته وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې د جګړې د بریالیتوب په خاطر دې د وسله‎والو ډلو مالي سرچینې چې ډېره برخه‌یې د مخدره موادو له کښت، تولید او قاچاق څخه ترلاسه کېږي له‌منځه یوسي او بايد له مخدره موادو سره مبارزه سیمه‎ییزه بڼه غوره کړي.

د افغانستان د نشه‎یي موادو پر ضد د مبارزې وزارت هم ویلي، تر څو چې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې د سیمې هېوادونه شريک نه‎شي او په دې برخه کې صادقانه مبارزه ونه‎کړي د افغان حکومت مبارزه به مطلوبه نتیجه ورنه‎کړي.

په افغانستان کې له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د نشه‎یي توکو پر وړاندې مبارزه کېږي او په دې برخه کې د نړۍ ځیني هېوادونه لکه امریکا او بریتانیا په میلیونونو ډالر لګوي، خو د شنونکو په باور نه‌یوازې دا چې دې مبارزې تر اوسه کومه مطلوبه نتیجه نه‎ده ورکړې، بلکې ورځ تر بلې د نشه‎یي موادو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلی برون فیلډ بیا د مخدره موادو پر وړاندې د افغان ځواکونو هڅې بریالۍ بولي، خو د ستراتېژيو په پلي کولو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار کوي.

دی وايي:

"ما افغان چارواکو ته وړاندیز وکړ چې دا ښه فرصت دی، څو کابل او واشنګټن له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې خپله ستراتېژي بیا وارزوي او د کوکنارو د اړولو په برخه کې ټینګه اراده وکړي."

په ورته مهال کې د ولسي جرګې د مخدره موادو پر ضد د کمېسیون غړی، شهزاده شاهد د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري د جلا-جلا ستراتېژیو پلي کول په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د روانې مبارزې د نیمګړتیا یو لامل بولي.

ښاغلی شاهد ټینګار کوي چې اړتیا ده تر څو په افغانستان کې د مخدره مواد د تولید او نړۍ ته‌يې د قاچاقو د مخنیوي لپاره په ملي او نړیواله کچه موجودې ستراتېژۍ سره همغږي شي.

د ولسي جرګې د مخدره موادو پر ضد د کمېسیون غړی، شهزاده شاهد
د ولسي جرګې د مخدره موادو پر ضد د کمېسیون غړی، شهزاده شاهد

شاهد زیاته کړه:

"که موږ غواړو چې افغانستان له مخدراتو خلاص شي او نړیوالو ته هم مخدره مواد د قاچاقو په شکل ونه‌رسېږي، د دې لپاره یوه دقیقه پالېسي په کار ده او پر دې پالېسۍ صادقانه عمل په کار دی."

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کې باید تېرې ناکامې تجربې تکرار نه‎شي.

کارپوه خالد سادات وايي، که امریکا او نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید او نړۍ ته‌یې د قاچاقو مخه ونیول شي باید په ټولو برخو کې له افغان حکومت سره مشوره وشي او د مخدره موادو پر ضد په نوې ستراتېژۍ کې د افغان چارواکو نظرونو او وړاندیزونو ته ځای ورکړل شي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG