د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

افغان حکومت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د نویو اقداماتو خبر ورکوي


افغان حکومت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې د نویو اقداماتو خبر ورکوي.

ارګ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په مقصد هغه پلان اعلان کړ چې د چارواکو په وینا، په عملي کېدو سره به‌یې په ټول هېواد کې د مخدره موادو د پروسس سرچینې له‌منځه ولاړې شي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې د دې پلان د لومړي پړاو تمرکز د ناټو په مرسته، په تېره د هلمند ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مخدره موادو د پروسس پر سرچینو دی.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"تېره شپه په لومړي ځل د مخدره موادو د پروسس د سرچینو د له‌منځه وړلو په مقصد عملیات د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د مأموریت په مرسته پیل شول، د دې عملیاتو اصلي تمرکز په دې پړاو کې په هلمند ولایت کې، په تېره په سنګین، کجکي، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې دی، د تېرې شپې په هوايي عملیاتو کې په مجموع کې د مخدره موادو د پروسس اته لوی مرکزونه په نښه شول او له‌منځه ولاړل."

افغان حکومت نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» په یوه بیان کې په ډاګه کړه چې د افغانستان روانه جګړه د مخدره موادو جګړه ده او همدا د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو د تمویل اساسي سرچینه هم ده.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ وویل چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې ۶۳ او د تریاکو تولید په سلو کې ۸۷ زیات شوی دی.

د سیمه‌ییزو امنیتي چارو کارپوه حلیم‌الله کوثري وايي، د مخدره موادو د تولید د پروسس د سرچینو د له‌منځه وړلو تر څنګ د کوکنارو د کروندو د له‌منځه وړلو ته هم باید پاملرنه وشي.

ښاغلي کوثري وویل:

"د مخدره موادو پر ضد جګړه دوه مهم اړخونه لري، یو د کروندو له‌منځه وړل دي چې کروندګرو به کوکنار کرل او دوی ویجاړول، خو اوسنی فعالیت چې دوی پیل کړی هدف هغه کسان دي چې د مخدره موادو په تجارت کې دخیل دي، پروسس کوي یې او له افغانستانه بهر یې باسي، خو زما استدلال دا دی چې که یوه ته توجه وشي او بل ته ونه‌شي، فکر نه‌کوم چې دا به اغېزمن اقدام وي، بلکې باید د دواړو پر ضد فعالیت وشي."

ښاغلی کوثري وايي چې حکومت باید د کروندګرو ستونزو ته هم پاملرنه وکړي او د بدیل کښت امکانات ورته برابر کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست بیان یادونه کوي چې د مخدره موادو د له‌منځه وړلو کمپاین د حکومت له مهمو ستراتېژیکو اهدافو څخه دی او زیاتوي چې د جرمي اقتصاد پر ضد له مبارزې پرته به په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ستونزمن کار وي، نو ځکه‌یې په ټول هېواد کې د مخدره موادو د پروسس د سرچینو د له‌منځه وړلو په مقصد تدابیر جدي کړي دي.

XS
SM
MD
LG