د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د مخدره موادو زیانونو د عامه پوهاوي په اړه د حج او اوقافو وزارت مسؤلیتونه!


د افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزی وزارت وایي چې د حج او اوقافو وزارت په پنځه کلن ملي پلان کې خپل مسؤلیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.

د نشه يي موادو سره د مبارزې د پنځه کلن ملي پلان له مخې د حج او اوقافو وزارت مسئولیت لري چې د نشه يي موادو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د جوماتونو او تکیه خانو له منبرونو څخه د نشه يي موادو پر خلاف غږ پورته کول او د زیانونو په اړه يې خلک پوهول هغه مهم مسؤلیتونه دي چې په پنځه کلن ملي پلان کې د حج او اوقافو وزارت ته سپارل شوي دي.

دا چې دې وزارت په دې برخه کي کار کړی که نه او په جوماتونو کې ملا امامان په دې اړه څه وایي؟ دا مو له هغو خلکو پوښتلي چې د جمعې د لمانځه لپاره بېلابېلو جوماتونو ته ځي:

۱: نوم مې عبدالرحیم رحیمي دی، زه د جمعې لمانځه ته د سید المرسلین جومات ته ځم، تقریباً یو کال کېږي چې زه هلته ورځم، په دې یوه کال کې مې د هیڅ يوه عالم له خولې دا خبره نه ده اورېدلې چې نشه يي مواد حرام دي، کله چې زه د کابل په «کارته نو» کې په نشو اخته تنکي ځوانان ګورم، نو سخت ځورېږم، په دې باره کې ديني علماء خلکو ته پیغام نه ورکوي.

۲: زما نوم محمد خالد دی، زه چې خپل جومات ته تللی یم، د نشه يي توکو په باره کې مي د ملاامامانو له خولې هیڅ نه دي اورېدلي، دا د حج اوقافو وزارت مسئولیت دی چې باید د دې شیانو نظارت وکړي، ځکه ډېر ځله علماء ځینو شیانو ته په عادي سترګه ګوري.

۳: نوم مې نجیب الله دی، د وردګ بابا جومات کې لمونځ کوم، زموږ امام زیاتره وخت یوازې د شرابو په اړه خبرې کوي، سره له دې چې پوډر او تریاک هم د شرابو غوندې زیانونه لري."

اوس پوښتنه داده چې د حج او اوقافو وزارت په کال کې څو ځله د خپلو رسمي جوماتونو ملا امامانو ته د نشه يي موادو په اړه د خطبې موضوع ورکوي؟ ایا ملا امامانو په دې برخه کې خپل دیني مسئولیت پوره ادا کړی دی؟

په دې اړه د قباء جامع جومات خطیب مفتي محمد بلال وايي چې د حج او اوقافو وزارت ده ته په کال کې د خطبې لپاره يوازې يوه موضوع ورکوي:

د قباء جومات امام محمد بلال
د قباء جومات امام محمد بلال

"موږ ته په کال کې یوځل د مخدره موادو په اړه موضوع را کول کېږي، هغه هم کله چې د مخدره موادو نړیواله ورځ وي، د افغانستان غوندې مملکت لپاره د خطبې يوه موضوع ډېره لږ ده، د وزارت له خوا په کال کې یو ځل خطبه را لېږل په دې معنی ده چې دا موضوع جدي نه ګڼل کېږي، باید دا موضوع ډېره زیاته تکرار شي."

د شيخ عبدالقادر جيلاني جومات ملا امام قاري نورالدین بیا د حج او اوقافو وزارت له خوا د چاپ شویو کتابونو او عالمانو ته د ورکړل شویو ورکشاپونو په اړه بې خبرې ښيي:

"په نهو کلونو کې مې یو ځل د مخدره موادو په هکله په يوه کنفرانس کې ګډون کړی دی، له دې پرته مو په داسې ورکشاپونو کې ګډون نه دی کړی، د جمعې د خطبې پرته موږ ته د مخدره موادو په اړه کوم کتاب نه دی راکول شوی چې د هغه له مخي يې خلکو ته معلومات ورکړو."

د حج او اوقافو وزارت مسئوليت درلود چې د جوماتونو د خطبو د نصاب کتاب څو کاله مخکې لا چاپ کړی وای، خو دا کار تر اوسه پورې هم نه دی شوی، د دې وزارت په وينا دا کتاب چاپ ته چمتو شوی، خو په دې کتاب کې له ۶۴ موضوعاتو څخه يوازې يوه موضوع يې نشه يي موادو ته ځانګړې شوې ده.

د دې وزارت میاشتنۍ مجلې «پيام حق» په ۱۳۹۳ کال کې د نشه يي موادو په اړه يوه لیکنه هم نه ده خپره شوې او د دې مجلې په ۱۳۹۵ کال کې يوازې دوې لیکنې خپرې شوي دي.

دا وزارت ځانګړې ويبپاڼه هم لري چې په ۱۳۹۵کال کې يې یوازې یوه لیکنه خپره کړې او په روان لمریز کال کې يې د ملي یووالي اوونۍ په اړه د څلورو ناستو راپورونه او یوه وړه لیکنه خپره کړې ده.

په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت هم ګيله کوي او وايي چې د حج او اوقافو وزارت خپل مسئوليت پوره نه دی ادا کړی.

د دې وزارت د ستراتيژۍ او پالیسۍ معين جاوید احمد قایم وايي:

" له اسلامي پلوه نظر ورکول، د فتوا ورکول، مولوي صاحبان را ټولول او په جوماتونو کې تبلیغ کول، د حج اوقافو وزارت مشخص وظايف دي، زموږ توقع داده چې په میاشت کې باید یو ځل د مخدره موادو په اړه خبرې وشي، خو دا کار نه دی شوی، په دې اړه مو کوم کتاب هم نه دي لیدلی چې چاپ شوی دي وي، لکه څومره چې توقع کېږي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هغه ځای ته نه دی رسېدلی."

د نشه يي موادو په برخه کې په بېلابېلو بڼو د تبليغاتو په اړه مې د حج او اوقافو وزارت د اسلامي څېړنو د مرکز له رئیس سره خبرې وکړې، خو هغه له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

وروسته مو د دې وزارت د جوماتونو د رئیس مولوي فضل الکریم سراجي سره خبرې وکړې، هغه وويل چې دوی خپل مسئوليت په بشپړ ډول ادا کړی دی:

مولوي فضل الکریم سراجي
مولوي فضل الکریم سراجي

"موږ په کال کې دوه درې ځله خطبې ترتیبوو او ملا امامانو ته یې لېږو، علماء نه یوازې د جمعې په لمونځونو کې، بلکې په ځینو ناستو کې هم خپل مسئولیت ادا کړی دی، موږ په ناحیو او ولسوالیو کې شوراګانې لرو، ټول په دې اړه غونډې لري، علماء تر بل هر چا دا مسئولیت درک کوي او د نشو پر خلاف مبارزه کوي."

افغانستان يو اسلامي هېواد دی او خلک يې د ديني عالمانو خبرو ته ډېر ارزښت ورکوي.

عام خلک په دې باور چې که عالمان په ګډه د جوماتونو او نورو دیني مرکزونو له لارې، د نشه يي موادو د کښت، استعمال، تولید او قاچاق پر خلاف يو پياوړی غږ پورته کړي، نو ډېر ژر به له افغانستان څخه د نشه يي موادو لمنه ور ټوله شي، خو تر دې مهاله دا غږ ډېر کمزوری اورېدل کېږي.

راپور: محمد ایاز ترنک

XS
SM
MD
LG