د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

کورنیو چارو وزارت: تروریستان منځني ختیځ ته د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله وال طالبان او تروریستي ډلې د سرحدي سیمو د ناامنه کولو له لارې هڅه کوي چې له دې لارې اپیم له افغانستان څخه دباندې قاچاق کړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي ازادي راډیو ته وویل، وسله وال طالبان او ترورستي ډلې عملاً د نشه یی موادو په قاچاق کې ښکیلې دي.

د ده په وینا اوس اوس په منځني ختیځ او ترکیه کې داسې نشه یي توکي نیول شوي چې د طالبانو او ترورستي ډلو مهرونه ورباندې وهل شوي وو.

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو مشرتابه او افغانستان کې د تروریستي ډلو یو شمېر غړي عملاً د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لري، په یمن کې چې کوم نشه يي مواد نیول شوي و، پر هغو باندې د سیمې د یوې تروریستي ډلې ټاپه وهل شوې وه، په روان کال کې په ترکیه کې پر نیول شویو نشه يي موادو باندې هم د وسله والو طالبانو او یوې تروریستي ډلې ټاپه وهل شوې وه."

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا مهال د افغانستان په سلو کې نوي اپیم د ډیورنډ کرښې بلې غاړی ته قاچاق کېږي، څو د هیروینو په فابریکو کې پروسس شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت په وینا، افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې په لسګونه ټنه اپیم نيولي چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړي ته د هیرویینو جوړولو فابریکو ته وړل کېدل.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې پاکستاني ځواکونو تراوسه پورې د ډیورنډ کرښې پورې غاړی ته د نشه يي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې په سلو کې نهه تولید شوي اپیم د هوا له لارې، په سلو کې څلوېښت د پاکستان او پاته نور یې د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې قاچاق کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي، ایران او پاکستان نه يوازې دا چې د تریاکو د قاچاقو په مخنیوي کې له همکارۍ لاس اخيستی، بلکې د هغو کېمياوي موادو د قاچاق مخه هم نه نيسي چې افغانستان ته راوړل کېږي او بيا د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي:

"موږ د نشه يي موادو د قاچاق او پروسس په برخه کې، همدا راز د فري کرسر او نورو کېمیاوي موادو د مخنیوي په برخه کې چې افغانستان ته راوړل کېږي، د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ او اقداماتو څخه خوښ نه یو، موږ له درې کالو راهيسي په سیمه ییزو غونډو کې د کره تخنیکي معلوماتو په وړاندې کولو سره هڅه کړې چې دا هیوادونه د نشه يي موادو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي."

سياسي کارپوه او د فراه پخوانی والي اصف ننګ پاکستان او ایران ته د نشه يي موادو د فابریکو انتقال د دې هېوادونو د دولتونو له مرستې پرته ناممکن ګڼي او زياتوي چې د نشه يي موادو ډېرو عوایدو ته په پام سره د کوکنارو د کښت او نړیوالو بازارونو ته د دې هېوادونو له لارې د قاچاق او تولید تر شا یو منظم سیسټم کار کوي.

محمد اصف ننګ
محمد اصف ننګ

نوموړي زیاته کړه:

"د نشه يي موادو په قاچاق کې ګاونډي هېوادونه، په تېره بيا ایران او پاکستان ډېر لاس لري اوله دې لارې نشه يي مواد په منظم ډول نړۍ ته انتقالېږي، ښايي طالبان به په دې قاچاقوکې دومره ونډه و نه لري، خو د ټرانزيټي او ټرانسپورټي امکاناتو دویم کمربند يې په اختيار کې دی چې له دې ځايه نشه يي مواد ان تر اروپا او روسیې پورې رسوي، له دې څرګندېږي چې د افغانستان پر شااوخوا کې د نشه يي موادو د قاچاقو يو کمربند راګرځېدلی دی."

ښاغلی ننګ وايي، په افغانستان کې کرل شوي کوکنار د جګړې د دوام يو لامل دی، له دې لارې تر لاسه شوي عوايد په سلو کې لس یې د افغانستان بزګرانو، په سلو کې ۴۰ نړیوالو قاچاق وړونکواو سلو کې ۵۰ عواید یې د نړيوال مارکېټ خاوندانواو خرڅوونکو جېبونو ته ځي.

د ښاغلي ننګ په باور ترڅو چې د نشه يي موادو مبارزه د ترورېزم له مبارزې سره همغږې او یوځای پر مخ ولاړه نه شي، د تروریستانو مالي سرچینې له منځه نه ځي او په افغانستان کې به جګړه همداسې دوام ولري.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG