د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

سیګار: د تاریاکو د قیمت ټيټوالي کوکنارو ته د کروندګرو لېوالتیا کمه کړې


آرشیف، په ننګرهار کې د کوکنارو کښت
آرشیف، په ننګرهار کې د کوکنارو کښت

د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د تارياکو بيه څو برابره راټيټه شوې او همدا علت دی چې د کوکنارو له کښت سره د بزګرو لېوالتيا هم کمه شوې ده.

د سیګار په هغه تازه راپور کې چې د افغانستان درې میاشتنی وضعیت پکې څېړل شوی او د امریکا کانګرس ته وړاندې شوی، راغلي چې د نشه يي موادو له لارې تر لاسه شوي ناروا عواید په سلو کې ۴۲ سلنه راکم شوي دي.

د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار او څېړنې ادارې سيګار څېړنې ښيي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تاریاکو عواید یو اعشاریه څلور میلیارده ډالر وو، خو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دا عواید شپږ سوه میلیونو ډالرو ته را کښته شوي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادي راډیو ته وویل، د ځينو دلايلو له مخې بزګرو د کوکنارو کافي حاصلات وا نه خیستل، دغه ډول د تاریاکو د ارزانۍ له امله هم بزګرو ته ډېر زيان ورسېد.

دی وایي:

"ّپه ۲۰۱۸ کال کې د بزګرو عواید شپږ سوه میلیونه امریکايي ډالره وو، ځکه چې د تاریاکو بیې په سلو کې ۵۶ را ټیټي شوې وې، د تاریاکو د تولید د کموالي دوه اساسي لاملونه وو، يو د افغانستان په شمال او لوېدیځ سیمو کې وچکالي وه، بزګرانو د کوکنارو له کښتونو چندان حاصلات وا نه خیستل، دوهم دا چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله نشه يي مواد ارزانه شوي دي، تېر کال د یوه کیلو ګرامو تاریاکو بیه ۱۳۱ امریکايي ډالره او په ۲۰۱۸ کال کې یو کیلو ګرام تاریاک په ۷۶ امریکايي ډالره وه."

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د نشه يي موادو پر خلاف د افغان هوايي ځواکونو عملیات ګټور وو، ځکه چې په نتیجه کې یې د نشه يي موادو د جوړولو لسګونه فابریکې ویجاړې او قاچاق کوونکو نړیوالو بازارونو ته لږ نشه يي مواد ورسول.

آرشیف، په کندهار کې یو کروندګر د کوکنارو د حاصل د راټولولو په حال کې
آرشیف، په کندهار کې یو کروندګر د کوکنارو د حاصل د راټولولو په حال کې

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا متحده ایالتونو په تېرو ۱۸ کلونو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې ۹ میلیارده امريکايي ډالر لګولي، خو مثبته نتيجه يې نه درلوده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتيژۍ پخوانی معین داکتر محمد ظفر وايي چې یوازې تشویقي پروګرامونه د کوکنارو د کښت مخه نه شي نیولای، هغه بزګران چې تارياک کري، بايد جدي او قانوني چلند ورسره وشي.

نوموړي وویل:

"که د زور له لارې د کوکنارو په کښت کې کموالی راشي، ښه به وي، ضرور نه ده چې موږ دې د معیشیت بدیل پروګرامونو ته انتظار وکړو، ترڅو چې د نظامي ځواک په مرسته د کوکنارو کښت له منځه ولاړ نه شي، فکر نه کوم چې بزګران دې په خپله خوښه د تاریاکو کښت پرېږدي، دا سمه ده چې د بدیل کښت برابرولو ته هم اړتیا شته، خو دا په دې مانا نه ده چې بدیل معیشیت دې داسې سیمو ته هم ورکړل شي چې هلته کوکنار کرل کېږي، د کوکنارو د کښت کموالی متوازن انکشاف ته اړتیا لري چې د خلکو په ژوند کې بدلون راشي."

د سیګار په راپور کې راغلي چې د دولت تر واک لاندې سیمو په درېمه برخه کې کوکنار کرل کېږي چې ځیني نظامي او غیر نظامي چارواکي هم لاس پکې لري.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG