د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د ارزګان چارواکي: د تېرکال په پرتله سږکال د کوکنارو کښت ۲۹ سلنه کم شوی


په ارزګان ولایت کې د نشه‌يي موادو پرضد د مبارزې اداره د تېرکال په پرتله سږکال په‌دې ولایت کې د کوکنارو کښت د کموالي خبر ورکوي.

د دې ولایت د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې رياست وايي د تېرکال په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۹ کم شوی دی.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس جمعه خان بشري ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې ولایت کې د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه بزګرانو ته عامه پوهاوی او د بدیلو کښتونو د ورکړي په نتېجه کې د کنارو کښت را کم شوی دی.

ښاغلي بشري زیاته کړه:

"سږ کال په ارزګان ولایت کې په سلو کې له شلو څخه تر ۲۹ پورې د کوکنارو کښت راکم شوی دی. د دې کار اصلي لامل دا دی چې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی او د کليو او پراختیا او کرنې وزارتونو له‌خوا د بدیل معیشیت په برخو کې د تطبیق شویو پروژو ګټوره نتیجه ده، ځکه چې اوس خلکو باغدارۍ ته مخه کړې، دولت خلکو ته د سوداګرۍ زمینه برابره کړې او په‌دې برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ هم‌غږي ډېره شوې ده، دا ټول هغه عوامل دي چې د ترياکو کښت را کم شي."

که څه هم د ارزګان ولایت چارواکي په‌دې ولایت کې د کوکنارو د کښت کموالی خپله لاسته راوړنه بولي، خو بزګران بیا دا خبره نه مني.

۴۰ کلن محب الله چې د ترینکوټ د کوټوالو په سیمه اوسېږي وايي چې سږکال يې د وچکالۍ له امله په خپله ځمکه کې غنم کرلي دي:

"سږ کال وچکالي ده، اوبه کمې شوي دي، کوکنار سم حاصل نه ورکوي، ځکه مې په خپله ځمکه کې غنم کرلي دي، له غنمو پرته له بل کښته سم حاصل نه‌شو اخېستلای."

د ترینکوټ ښار د چرمګر سیمي اوسېدونکی ۵۰ کلن بسم‌الله بیا په‌دې ولایت کې د کوکنارو د کښت د کمېدو لامل د تریاکو ارزاني بولي:

"سږکال بزګرانو ځکه په خپلو ځمکو کې کنار نه‌دي کرلي او تر پخوا یې کښت کم شوی چې له یوې خوا په‌دې ولایت کې کوکنار ارزانه شوي او له بلې‌خوا وچکالي ده. که څه هم موږ تېرکال تریاک کرلي وو، خو چندان ګټه یې و نه‌کړه، ډېر مالي تاوان یې را ورساوه. "

د ارزګان ولایت بزګران وايي چې دولت له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې او نه‌يې هم دوی ته د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

دوی زیاتوي، که دولت د ارزګان بزګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت زمینه برابره کړي، نو هېڅوک به په خپله ځمکه کې کوکنار و نه‌کري.

په غږ کې یې هم اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG