د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

ملګري ملتونه : په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی


په بدخشان کې د کوکنارو یو فصل - تصویر له ارشیفه
په بدخشان کې د کوکنارو یو فصل - تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د یکشنبې په ورځ، د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

"UNODC" ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې، په ټول افغانستان کې، د کوکنارو د کښت کچه ١٠ زره او ٨٠٠ هکتار ځمکې ته رسېږي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال له ٢٣٢ زره هکتارو څخه ډیر و.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ، د کوکنارو د کښت کمښت، د تریاکو د عرضې پر کموالي اغېز کړی دی، ځکه په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د تریاکو عرضه ۶۲۰۰ ټنه وه، خو په ۲۰۲۳ کال کې دا اندازه ۳۳۳ ټنو ته راټیټه شوې ده.

د UNODC راپور زیاتوي، چې د هغو بزګرانو عاید، چې اقتصاد یې د کوکنارو په کښت پورې تړلی دی، هم د بېلابېلو نشه یي توکو په کرلو د بندیزونو له امله کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندي د مبارزې دفتر لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د هغو بزګرانو د عاید کچه چې پر سوداګرو یې تریاک پلورل، ۹۲ سلنه کمه شوې ده.

خو د ملګرو ملتونو چارواکو د کوکنارو بدیل کښت او ښه عاید ترلاسه کولو لپاره د کلیوالو خلکو او بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

طالبانو د کوکنارو کښت منع کړی
طالبانو د کوکنارو کښت منع کړی

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر اجرائيوي مدیرې ګادا ولي په دې راپور کې ویلي، چې د کوکنارو د کښت کمول په سيمه ييزه او نړيواله کچه د کوکنارو د ناقانونه بازار په وړاندې د اوږدمهاله پايلو د ترلاسه کولو لپاره يو واقعي فرصت رامنځته کوي.

هغې زیاته کړه چې نن ورځ د افغانستان خلک د خپلو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو، د ضایع شوي عاید د جبرانولو او ژوند ژغورلو لپاره بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له قوله هم راغلي چې د افغانستان شاوخوا اتیا سلنه وګړي په کرنې تړلي دي او افغانستان دا مهال د اوبو د کمښت له جدي ننګونې سره مخ دی.

په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي وروسته، د بدیل کښت د برابرولو په ګډون له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د غور ولايت يو تن بزګر، دانش وايي چې د طالبانو حکومت د مشر له حکم وروسته يې کوکنار نه دي کرلي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" د دې توکو د مخنیوي وروسته یې هيڅ څه نه دي ویلي، چې موږ مرسته کوو تاسو دا وکرې. د ځمکې یوې برخې کې مې رشقه کرلې وه، هغه هم سمې اوبه ونه رسیدې، خرابه شوه. "

بلخ کې د کوکنار اړولو د کمپاین یو مخکینی تصویر
بلخ کې د کوکنار اړولو د کمپاین یو مخکینی تصویر

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ یو بل کروندګر، مراد وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ وچکالي هم د دوی د عاید پر وړاندې جدي ننګونه ده.

نوموړی وایي:

"د خوړلو لپاره هیڅ هم نلرو او نه هم پیسې لرو، خلک ډيرې ستونزې لري، وچکالي ده، ځمکې لپاره اوبه نشته، اوس کچالو، اوربشې او غنم کرو، اوبه هم نشته."

یو ان او دي سي، په داسې حال کې په افغانستان کې ، د تریاکو د ٩٥ سلنه کموالي په اړه راپور ورکوي، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده، د ٢٠٢٢ کال د مې په میاشت کې د کوکنارو په شمول د مخدره توکو د کښت او کار و بار د بندیدو په اړه یو فرمان صادر کړ.

له هغه وړاندې هم، په ټولنیزو شبکو کې، د طالبانو حکومت لخوا د کوکنار د کروندو د تخریب عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي وې.

خو کروندګر اوس د کوکنارو بدیل کښت ته د نه لاسرسي او وچکالۍ له امله د خپل اقتصادي راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG