د زهرو کاروان په دې خپرونه کې به د یوه راپور جزیات واورئ، چې معتادین یې د انساني قاچاق اصلي قربانیان بللي.
په یوه راپور کې به واورئ، چې د افغانستان په جنوب کې بزګران وایي د کوکنار د کښت مخنیوی او وچکالۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.
بزګرو ته د کوکنارو د کښت له بندیدو وروسته د اوښتو زیانونو په اړه مو د ملګرو ملتونو د نشه یي موادو ادارې له یوې مسوولې سره مرکه کړې.
د خپرونې په دوام په زړه پورې ډرامه اورئ.
د دغې خپرونې د اوریدو لپاره لاندې لېنک پرانیزئ: