د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

په افغانستان کې معتادین د انساني قاچاق اصلي قربانیان دي


تصویر له ارشیفه، کابل کې یو شمېر معتادان
تصویر له ارشیفه، کابل کې یو شمېر معتادان

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې څلور ميلیونه خلک په عملي ډول نشه کوي، دا هغه شمېر دی چې د افغانستان د خلکو لس سلنه تشکيلوي.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې معتادین د خپلو نشه يي موادو پيدا کولو له امله له ډېرو مالي ستونزو سره مخ دي، همدا دليل دی چې هغوی د انساني قاچاق کوونکو په دام کې اسانه نښلي.

په دې راپور کې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د دفتر مشرې انوبه سود له قوله ويل شوي:" د اعتیاد او انساني قاچاقو تر منځ ښکاره اړیکه شته، ځکه چې اعتیاد د انساني قاچاقو لپاره زمینه برابروي. "

یو شمېر افغان معتادان - ارشیف
یو شمېر افغان معتادان - ارشیف

ډېری هغه معتادین چې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته ورځي دا شکایت کوي چې له دوی څخه د اعتیاد پر مهال ناوړه استفاده کېږي او دا ناوړه استفاده د دې لامل شوې چې له جسمي پلوه کمزوري شي او اجتماعي اعتبار ته يې زیان ورسېږي.

په دې راپور کې د افغانستان په جنوب کې د يوه روغتيايي مرکز د مسوول غلام حيدر له قوله ويل شوي :" قاچاق کوونکي د انسان له کمزوریو او مجبوریتونو څخه ناوړه استفاده کوي، ځکه دوی پوهېږي چې معتادین د نشه يي موادو رانيولو لپاره پيسو ته اړتیا لري، له همدې امله معتادینو ته د کار په اړه د درواغو وعدې ورکوي او یا يې د ډېر کار لپاره په نشه يي موادو معتادوي. "

ډېری هغه معتادین چې د ازادي راډيو د زهرو کاروان له پروګرام سره يې خبرې کړي ويلي چې د مهاجرت پر مهال د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې معتاد شوي او ځينې يې خپله د کار د خاوندانو له خوا نشو ته هڅول شوي دي.

خواني هغه معتاد دی چې په ایران کې د کار پر مهال د یوه ايراني له خوا په چل ول معتاد شوی دی:

هغه وایي:" سهار اته بجې چې به له خوبه راپاڅېدلو بیا به مو د شپې تر دوولسو بجو پورې کار کاوه او ستړي کېدلو به، له چا سره چې مو کار کاوه هغه به موږ ته پټ په چایو کې تاریاک راکول، د وخت په تېرېدو سره به ژر ستړي کېدو، د کار خاوند به راته ويل چې ستاسې درمل زما سره شته. ما ويل څه ډول درمل؟ موږ ته يې تاریاک راکړل او زه يې د خپل کار لپاره معتاد کړم. "

دا مهال د افغانستان په جنوب غربي ولایتونو کې ډېر معتادین اوسېږي چې د دوی ډېره برخه په ايران کې معتاد شوي او بیا افغانستان ته په زور راشړل شوي دي.

دا معتادین که څه هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي، خو دا چې په نيمروز، فراه او هرات ولايتونو کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله دوی نه غواړي چې خپلو ولايتونو ته ولاړ شي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG