د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

راپور: په نړۍ کې تر ۳۰ ميلیونه ډېر معتادین د ذهني ګډوډیو له امله ځورېږي


ارشیف: په افغانستان کې معتادین
ارشیف: په افغانستان کې معتادین

تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو مشترکې څېړنې ښيي چې په نړۍ کې د اعتیاد له امله ذهني ګډوډي یا رواني اختلالات مخ پر ډېرېدو دي.

تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو مشترکې څېړنې ښيي چې په نړۍ کې د اعتیاد له امله ذهني ګډوډي یا رواني اختلالات مخ پر ډېرېدو دي.

دا ذهنۍ ګډوډي يوازې په تېرو لسو کالو کې تر څلوېښت سلنه ډېره شوه ده.

د دې څېړنو راپور په جينيوا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې کمېسیون غونډې ته وړاندې شو.

په دې راپور کې راغلي چې د ذهني ګډوډۍ په ډېروالي کې د کېمیاوي نشه يي موادو استعمال اساسي رول لري.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې کمېسیون غونډې ته د سويډن استازي د دې راپور وړاندې کولو پر مهال وويل: "موږ د انسانانو د قرباني کېدو شاهدان یو. هغه خلک چې د نشه يي موادو له امله ذهني ګډوډي ورته پيدا شوې شمېر يې ۳۹.۵ ميلیونو ته رسېږي. د نشه يي موادو د استعمال له امله پيدا شوي ذهني اختلالات انسانانو ته څو ډوله روغتيايي ستونزې پېښوي، له همدې امله موږ کولای شو چې دا روغتيايي ستونزې یوازې د درملنې، روغتيايي خدماتو او اجتماعي مراقبت له لارې حل کړو. د معتاد په خپله خوښه بستري کېدل د دې ذهني ګډوډۍ په درملنه کې موثر عامل دی."

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د ورغلو معتادینو شمېرې ښيي، هغه معتادین چې پخوا يې د نشه يي بوټو نشه کوله، په وروستیو کلونو کې يې کېمیاوي نشه يي موادو ته مخه کړې ده.

اوس تازه اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې سره لس ميلیونه یورو مرسته کړې ده.

د دې مرستې هدف د هغو معتادینو لپاره د درملنې زمینه برابرول دي چې ذهني ګډوډي لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د اروپايي ټولنې دا نغدي مرسته مني او ټينګار کوي چې په افغانستان کې هغه معتادین مخ پر ډېرېدو دي چې ذهني او رواني ګډوډي لري.

له بلې خوا د نړیوال روغتيايي سازمان استازي ډاکټر لوداپينګ د دې مرستې ترلاسه کولو پر مهال وويل: "دا لس ميلیونه یورو به زموږ سره تر یوه حده مرسته وکړي چې د ذهني ګډوډۍ درملنه وکړو"

د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنې پروسږکال هم په دې برخه کې شپاړس ميلیونه یورو مرسته کړې وه.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر محمدګل صمیم وايي، د نشه يي موادو استعمال د انسان په ذهني توازن کې ګډوډي راولي چې، په پايله کې د معتاد چلند او فکر بدلون مومي.

هغه وویل: "لېونتوب یوه رواني ناروغي ده چې د دماغ په نيرو ټرانسميټرونو کې بدلونونه راولي. د انسان په دماغ کې نيرو ټرانسميټرونه هغه مواد دي چې د انسان پر چلند، درد، خوی، حافظې او ټولو رواني اړخونو اغېز کوي. کله چې د دې موادو توازن بدلون ومومي د انسان د درک، پېژندلو، خبرو او چلند د بدلون لامل کېږي. هغه خلک چې نشه کوي د هغو خلکو په پرتله ډېر د لېونتوب په ناروغۍ اخته کېږي چې نشه نه کوي."

متخصص ډاکتران وايي چې باید د ذهني ګډوډۍ او اعتیاد درملنه پر یوه وخت وشي، خو که د معتاد درملنه وشي او ذهني ګډوډي يې پر ځای پاته وي ناروغ د خپل ذهن کنټرول له لاسه ورکوي او ذهني فشار يې د دې لامل کېږي چې، له معتادینو سره یو ځای شي او بیرته نشو ته مخه کړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00
مستقیم لېنک


----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG