د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

کابل: اروپا ته د شیشې په نوم د سلګونه لیتره نیشه یي توکیو د قاچاق مخنیوی شوی


په کابل کې د نیول شویو نیشه یي توکیو یو پخوانی تصویر
په کابل کې د نیول شویو نیشه یي توکیو یو پخوانی تصویر

د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو د ډېرېدو په اړه له خبرداري سره سم، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې په کابل کې يې ښه ډېر کېمياوي نشه يي مواد نيولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت چارواکو ويلي چې سلګونه لېټره اوبلنه ښیښه يې نيولې ده.

دا ښیښه په يوه لارۍ موټر کې پټه ايښودل شوې او په پام کې وه چې لومړی کابل ښار او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق شي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د حساسو څېړنو مدیر نایب سالار د دې نشه يي موادو د نيول کېدو په اړه داسې وويل:

" د (۲۰۵) په شاوخوا کې کارټنونه چې له اوبلنې ښیښې (۲۴۶۰) ډک بوتلونه پکې اچول شوي د سرکې په کارټنونو کې ايښودل شوي وه. دا مواد له کندهار څخه کابل ته وړل کېدل او په پام کې وه چې اروپا، په تېره بیا جرمني ته قاچاق کړل شي. "

ملګرو ملتونو په نړۍ کې د کېمياوي نشه يي موادو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د کېمياوي نشه يي موادو تولید ډېر شوی او دا هېواد په سيمه کې د ښیښې تولیدولو په لوی مرکز اوښتی دی.

بته ومان که از آن مواد مخدر نوع شیشه ساخته میشود
بته ومان که از آن مواد مخدر نوع شیشه ساخته میشود

په افغانستان کې ډېره ښیښه د ايفيډرین (ephedrine) په نوم سپين رنګه مادې په مرسته جوړېږي چې عام خلک يې ومان بولي.

د اروپا د نشه يي موادو د کنټرول ادارې چارواکو په وروستیو کې له ازادي راډيو سره په يوه مرکه کې منلې چې اروپايي بازارونو ته ډېره برخه کېمياوي نشه يي مواد له افغانستان څخه قاچاق کېږي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د نشه يي موادو د کاروبار په تور تر درې زره ډېر خلک نيولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې له دې نيول شویو قاچاق کوونکو سره زرګونه کيلوګرامه نشه يي مواد هم نيول شوي دي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې وویل:

" له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې (۳۴۸۶) عمليات کړي چې په پايله کې يې د نشه يي موادو د خرڅولو او جوړولو په تور (۳۴۶۴) کسان نيول شوي دي، دغه ډول په دې عملیاتو کې د دوی پولیسو ته (۴۸۳) کیلوگرامه ښیښه، (۶۵۵) کیلوگرامه تاریاک، (۶۸۹) کیلوگرامه هیرویین او (۳۳۴۶) کیلوگرامه چرس په لاس ورغلي دي. "

امنيتي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو قاچاق تر پخوا څو برابره ډېر او اسانه شوی دي، ځکه هغه تخنيکي وسايل چې پخوا په هوايي ډګرونو، پولو او ښارونو په دروازو کې نصب شوي وو، مسلکي کارکوونکي يې له وظيفو څخه ګوښه شوي او د طالبانو د حکومت نظاميان له دې وسايلو څخه د کار اخیستلو پوره تخنيکي ظرفیت نه لري.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG