د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

درملو ته نه لاسرسی؛ د درد ارامولو لپاره تاریاکو ته د یو شمېر خلکو د مخ اړولو سبب شوی


د کوکنارو حاصل - تصویر له ارشیفه
د کوکنارو حاصل - تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تازه ويلي، قانوني درملو ته نه لاسرسی د دې سبب شوی، چې د افغانستان په ليرې پرتو سیمو کې ښځې او نارینه د درد ارامولو لپاره له نشه يي موادو، په تېره بیا تاریاکو څخه کار واخلي.

د افغانستان د ځينو ليرې پرتو سيمو خلک وايي، د درد ارامولو لپاره يې تاریاک استعمالول چې په دې ډول په تاریاکو معتاد شول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورغلي دي.

دې خلکو ازادي راډيو ته وويل، د تاریاکو له استعمال سره نه يوازې دا چې درملنه يې و نه شوه، بلکې په تاریاکو معتاد شول او اوس له یوه نوي روغتيايي ستونزې سره مخ دي.

د افغانستان د شمالي ولایتونو یوه اوسېدونکې صفیه چې نه غواړي ولایت او دقيق ځای يې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وويل، د درد ارامولو لپاره د تاریاکو استعمال له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ کړې ده.

نوموړې زیاتوي:

" تاریاک مې په غاښونو کې ايښودل چې درد يې ارام شي، له تاریاکو پرته يې درد نه ارامېده، اخير په تاریاکو معتاده شومه، کله چې به مې د شپې له خوا له چایو سره تاریاک څښل ښه به ومه، له دې پرته ناروغه کېدمه. په څو کالو کې مې وضعیت ډېر خراب شو او اوس هیڅ غاښونه نه لرمه، اوس که تاریاک استعمال نه کړم درمل اغېز نه راباندي کوي. "

په افغانستان کې د نشه یي توکیو د کښت یوه څنډه
په افغانستان کې د نشه یي توکیو د کښت یوه څنډه

صفیه اوس د معتادینو د درملنې په يوه مرکز کې بستري ده.

ملګرو ملتونو موندلې، چې د درد ارامولو ترڅنګ، په افغانستان کې ځينې ښځې او نارینه د ستړیا ليرې کولو او ويښ پاته کېدو لپاره له تاریاکو څخه کار اخلي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر رحمت الله وايي، د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخیستلو یو علت د تاریاکو له زیانونو څخه ناخبري او بل علت يې پخوانی ناوړه دود دی چې په کلیوالو سيمو کې پاته دی.

نوموړی وایي:

" که څوک د هډوکو درد ولري، د درملو پر ځای له تاریاکو څخه کار اخلي یا سپين سري ښځې دا سپارښتنه کوي چې د نس ناستي لپاره لږ تاریاک د درملو کار ورکوي، دغه ډول د زکام پر مهال د ټوخي، سالنډۍ او بې خوبۍ د درملنې لپاره هم د تاریاکو سپارښتنه کوي، نو که تاریاک څو ځله استعمال شي سړی ورباندې معتاد کېږي، که ډېر استعمال شي د زړه او تنفسي حملو پېښوي. "

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې له سره پيل شي.

په افغانستان کې مرستندویه بنسټونو راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې ډېری روغتيايي مرکزونه د درملو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او دې وضعیت خلک دې ته اړ ایستي چې د درملنې دودیزو لارو چارو ته مخه کړي او په دې لړ کې له تاریاکو څخه کار واخلي.

د نشه یي توکیو په یوه فصل کې پر کار بوخت ځوانان - تصویر له ارشیفه
د نشه یي توکیو په یوه فصل کې پر کار بوخت ځوانان - تصویر له ارشیفه

د معتادینو د درملنې متخصص ارواپوه محمد ګل صمیم وايي، د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخیستل د خلکو ناخبري ښيي او دا یوه درواغجنه ارامي ده چې وروسته خلک ورباندې معتاد کېږي.

صمیم زیاتوي:

" د نشه يي مواد استعمال سړي ته یو ډول درواغجنه خوشحالي او ارامي ورکوي، همدا درواغجنه خوشحالي او ارامي د دې سبب کېږي چې د تاریاکو استعمال تکرار شي او وروسته د اعتیاد سبب کېږي. "

د درد ارامولو لپاره له تاریاکو څخه کار اخيستلو ناوړه دود داسې مهال بیا راژوندی کېږي، چې د معتادینو د درملنې مرکزونو ته د ناروغانو ورتګ ښيي.

ډېری هغه ناروغان چې پخوا يې نباتي نشه يي مواد استعمالول، په وروستیو کلونو کې په کېمياوي نشه يي موادو معتاد شوي دي.

د دې راپور غږیږه بڼه د دغه لېنک له کېکاږلو سره اورلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

XS
SM
MD
LG