د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

شېشه یا کرسټال عملیان وژني!


ویل کیږي چې په افغانستان کې د روږدو یا عملیانو کسانو شمېر زیات شوی دی، بلخوا د شېشې یا کرسټال په نوم داسې یوه نشه يي ماده د عملیانو تر منځ دود شوې چې هم یې تداوي سخته ده او هم وژونکې ده.

د اړوند ادارو لخوا پخوانيو خپاره شویو رپوټو ته په کتو سره دا شمېر د دې په ځای چې زیات شي، باید راکم شوی وای، خو ولې زیات شوی؟ او د مخنيوي لپاره یې دغه ادارې څه وړ پلانونه لري؟ پخپله معتاد ځوانان څه وايي؟ په ننۍ تاندې څانګې کې به ترې خبر شئ.

افغانستان هغه هیواد دی چې د نړۍ تر ۷۰ فیصده زیاته د نشه يي توکو کرکیله پکې کیږي. که څه هم په افغانستان کې د هغو عملیانو شمېر زیات دی چې په پاکستان یا خصوصاً په ایران کې په نشې روږدي شوي، خو په کوم هیواد کې چې کرل کیږي نو تر نورو هیوادونو به پکې ارزانه هم وي او په ډیره اسانۍ به هم تر لاسه کیږي. ښايي همدا علت وي چې د علمیانو شمېر ورځ تر بلې زیاتيږی.

دا او دې ته ورته خبرې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت معيئن انجينیر ابراهيم اظهر کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ ښيي. د دغه وزارت د نشه يي د کمولو برخې مشر ډاکټر فواد عثماني د ځينو څېړنو یادونه کوي او شمېر یې تر پخوا څو چنده لوړ ګڼي، دی زیاتوي:

"لومړنۍ سروې چې په ۲۰۰۵ کال کې د UNODC په مرسته د عامې روغتیا وزارت او نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت لخوا ترسره شوه ۹۲۰ زره کسان عملیان وو او په ۲۰۰۹ کال د UNODC لخوا په بله سروې کې دغه شمېر ۹۴۰ زرو ته رسیدلی و. چې د مرکزي ولایتونو په شمول په ځينو سرحدي سيمو لکه فراح، نیمروز، غور او ختيځو سيمو لکه ننګرهار کې یې شمېر ډیر و.

تر ټولو تازه شمېرې چې په همدې اړه یوې امریکايي ادارې INL کړي دي، خو تر اوسه د افغانستان دولت لخوا په رسمي ډول ندي خپرې شوي؛ دا څرګندوي چې د افغانستان په ښاري سيمو کې د عملیانو شمېر له ۱.۳ میلیونو نه ۱.۶ میلیونو ته رسيږي.

دا د تېرو درو څلورو کلونو په پرتله ډیره لوړه کچه ښيي. بل په کابل ښار کې یې هم شمېر ډیر زیات شوی، پخوا به چې موږ کله د شپې د عملیانو د راټولو لپاره د دوی د اوسيدو او پوډر څکولو ځانګړو ځایونو ته ورغلو نو یو څلويښت پنځوس کسان به مو پيدا کړل، خو اوس یې د تېرو کلونو په پرتله شمېر درې څلور چنده لوړ شوی دی."


په کابل کې د نشه يي توکو د خرڅلاو او د روږدو کسانو د اوسیدو ځایونه په باغ علي مردان، پل سوخته، یک پيسه ګي پل او ځینو نورو ځایونو کې دي. پل خشتي جومات ته څېرمه د کابل سيند په وچو کې یې هم ځان ته ځایونه جوړ کړي، پر سرونو یې څادرونه راچولي وي، هماغلته د ډیرانونو پر سر نشه هم کوي او ویده کیږي هم، چې نږدې دوه کاله پخوا د کابل سیند له ځانه سره څو معتادان یوړول او ویې وژل، ذبیح الله چې د یوه معتاد ورور دی وايي، چې څو ځلې یې د ورور درملنه وکړه، خو نشه يي مواد هر ځای او ډیر اسانه پيدا کیږي، ځکه بیا ورباندې اخته کیږي.

نشه یا اعتیاد ناروغي ده چې ورباندې اخته کس سره باید سختي ونشي، که له درملنې پرته نشه ورباندې بنده شي نو ځينې دردونه ورته پېدا کیږي، ځکه د ځینو امنيتي کسانو د وینا په اساس حتی څو ساعته یې هم په زندان کې نشي ساتلی. خو بلخوا خبره د نشه يي توکو د خرڅلاو ده، ابراهيم اظهر وايي چې سږ کال ۲۰۹ زره هیکتاره ځمکه کې نشه يي توکي کرل شوي وو، چې زیاتره یې ناامنه سيمې دي او تولید یې ۵۶۰۰ میټرک ټن ته رسيږي. دی زیاتوي چې د نشه يي توکو پرچون فروشان په ډير چل او هنر پوډر او نور نشه يي مواد خرڅوي، چې د هغوی څارل او نیول ګران کار دی.

ډاکټر عثماني د شېشې یا کرسټال په نوم د یوې بلې نشه يي مادې یادونه کوي چې په ایران کې تولیديږي او وايي چې هم یې درملنه سخته ده او هم وژونکې ده، چې معتادان یې په بېلا بېلو ناروغیو اخته کړي دي، دی همدا راز وايي چې پخوا زیاتره نالوسته کسان معتاد وو خو اوس حتی د لوړو زده کړو خاوندان هم له دې بوټي په امن ندي پاتې:

"د نشه يي توکو په ډولونو کې هم نوی او ډير خطرناک بدلون راغلی، دوه کاله پخوا تر ټولو سخت ترینه نشه هیروین وه، خو اوس په ایران کې په تولیدېدونکې مادې شیشې یا کرسټال چې په طبي اصطلاح يې متامفتامین بولي؛ ګڼ ځوانان ورباندې روږدي دي. یو خوا خو د دې مادې د عملیانو درملنه ډیره سخته ده.

بل خوا روږدی کس په ځينو خطرناکو رواني ناروغیو اخته کوي، چې یو مثال یې هم د میرمن سحر ګل خاوند و، چې پوزه او شونډې یې ترې پرې کړې وې. عجبه لا دا ده چې پخوا زیاتره معتاد ځوانان بېسواده او بېکاره وو، خو اوس حتی ډاکټران او اینجینران پکې شته. بله خبره دا چې اوس زیاتره عملیان خپلې میرمنې هم په جبري ډول په نشې اموخته کوي، دا پيښې د هرات د روږدو کسانو د درملنې په پنځوس بستریز روغتون کې ډیرې ترسترګو شوي.

عملي کسان په ډیرو تنفسي او جلدي ناروغیو او د هغو کسانو تر منځ چې د ستنې له لارې نشه کوي ایچ آی وي او د ایډز ناروغۍ نښې هم لیدل شوي."


نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په ټول هیواد کې ۱۰۵ د معتادانو د درملنې مرکزونه شته، چې له ډلې یې ۲۸ مرکزونه په کابل کې دي. خو د ۱،۶ میلیونه معتادانو لپاره به ۱۰۵ مرکزونه څومره بس واوسي؟ ښايي همدا علت وي چې د ګل محمد په څېر معتادان له داسې مرکزونو یا خبر ندي او یا وار ندی وررسیدلی، ګل محمد وايي چې هيڅوک یې غم نه کوي.

ډاکټر عثماني د بودیجې کموالی د دې سبب بولي، چې د معتادانو درملنه یې له مشکل سره مخ کړې ده، عثماني زیاتوي:

"همدا اوس چې زه له تاسې سره خبرې کوم، موږ ته د مالیې وزارت د کال ۳ میلیونه ډالره د ۱.۶ میلیونه عملیانو لپاره بودیجه راکړي، که ورباندې تقسيم یې کړو نو هر یوه ته دوه دوه ډالره هم نه رسيږي. ځینو علمي څیړنو ښودلې چې یو روږدی کس په پنځو یا شپږو کلونو کې شپږ، اووه نور کسان هم په نشه يي توکو روږدي کوي نو که موږ د یوه عملي کس درملنه ونه کړو، معلومه خبره ده چې نور به هم ورباندې اخته کیږي.

بل خوا د اعتیاد د کنټرول او مخنيوي لپاره د جامع او اوږدمهاله پروګرامونو، پلانونو او د کافي بودیجې نه موجودیت د دې سبب شوی چې په هیواد کې مو پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شي."


بلخوا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت معيئن ابراهيم اظهر په ځینو ولایتونو کې د ۷ کمپلکسونو د جوړولو خبره کوي چې هم به د عملیانو درملنه پکې کیږي او هم به یوه حرفې پکې ورزده کول کيږي، دی په دې برخه کې له دیني عالمانو او له مدني ټولنو هم غواړي چې د نشه يي توکو پر وړاندې دې په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې ۳ سوه بستریز روغتون مشر ډاکټراحمدظاهر سلطاني وايي چې دوی په هرو ۴۵ ورځو کې د معتادانو د راټولو کمپاینونه لري، چې په هر کمپاین کې تر دوه نیم سوو زیات عملیان راټولوي او درملنه یې کوي.

یو بل ځوان نور محمد وايي، چې په کور کې یې ډیر وهل ټکول ووهل، خو که پوډر ونه څکوي نو ځینې دردونه ورته پيدا کیږي، دی وايي له خپل ژونده اوس په مرګ خوشاله یم او که څوک دوښمن ته ښېرا کوي، نو وايي دې چې خدای دې یې پوډري کړي، ځکه تر دې بله سخته سزا نشته.

که اراده پخه وي او یو څوک په ځان کلک باور ولري نو له پوډرو او نورو نشه يي موادو ځان خلاصول دومره ګران کار هم ندی. محمد هوتک هم هغه ځوان دی، چې لس کاله یې تریاک او پوډر څکولي خو اوس ترې منع شوی، دی وايي نشه سړی شرموي، ځکه باید پخپله خوښه د ځان درملنه وکړو او نشه پریدو.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG