د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

سپين مرګ


له خپله ژونده په مرګ خوشاله یم، که دوښمن ته ښیرا کوئ، نو ورته وایه چې خدای دې پوډري کړه! ځکه تر دې سخته سزا او بد څيز بل نشته.

دا د کاپيسا ولایت د نورمحمد خبرې دي، چې له تېرو نږدې لسو کلونو راهيسې پوډر څکوي، دی د کور مشر زوی و، خو اوس یې کشران وروڼه کور ساتي. دی یې څو ځلې تړلې او وهلې، چې له دې عمله منع شي، خو دی وايي، چې زړه مې نه ترې صبریږي.

نور محمد ته ورته په افغانستان کې نږدې یو ميلیون ځوانانو خپله پښه په تبر وهلې او لا هم ځینې لګیا دي خپل ژوند ته اور ورته کوي.

یاني په تریاکو، پوډرو او ځینو نورو نشو اخته کېږي. دوی پاکستان او خصوصاً ایران ته د کار لپاره ځي، خو له هغې خوا په تریاکو روږدی راځي، دغه یو ځوان، چې سربخونه دريشي یې اغوستې وه، تر نورو معتادانو یې نسبتاً ځان پاک سترا ساتلی و، ايران ته د کار لپاره تللی و، خو هلته یې ملګرو په تریاکو راوست، چې اوس پوډر څکوي، خو ویل یې چې کورنۍ مې زما له دې کاره نه ده خبره، هره ورځ د کار په بهانه ښار ته راځم، خو دلته پوډر وهم.

د کاپيسا ولایت ګل محمد هم په ایران کې د کوټې ملګرو په پوډرو (هيروین) راوستی، چې یو وخت یې سیګرټو ته هم خوله نه وروړه. دی وايي، چې د کوټې ملګرو په سيګرټو کې پوډر راباندې وڅکول، له هغې وروسته پرې اموخته شوه، اوس یې که ونه څکوم ټول وجود مې درد کوي. هغه زیاتوي، چې په ایران کې پوډرڅکول یو رواج غوندې دی.

په افغانستان کې د ځوانانو د نشه يي کېدو علتونه جګړې، کورنۍ ستونځې او بې کاري بلل شوې، بابا جان هم ایران ته په کار پسې لاړ، ملګرو یې ورته ویل، چې که تریاک وڅکوې، نو ډیر کار کولی شې، زر به نه ستړی کېږې او پیسې به هم ډیرې ګټې، ده هم همداسې وکړل، خو افغانستان ته لا راتګ سره یې میرمن پرې خبره شوه، دوه ماشومان یې په کور ورته پریښود او پخپله یې طلاق ترې واخیست.

خو په افغانستان کې داسې معتاد ځوان هم کم ندي، چې په هیواد کې دننه یې نشې ته مخه کړې. سرفراز او رحمت الله دواړه د هلمند ولایت دي،دوی هلمند د نشې اصلي کارخانه او ځای بولي، پخپله هم هماغلته پر تریاکو او هیروینو اموخته شوي، خو دوی هم وايي، چې د هیروینو نشه په هلمند کې له ایرانه راغلیو ځوانانو رواج کړې.

په افغانستان کې له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې سازمان یا د UNODC مرستیاله اشیتاميتال د یوې څېړنې له مخې وايي، چې افغانستان د نړۍ له ۸۰ تر ۹۰ فیصده تریاک تولیدوي، نو په کوم هیواد کې چې د نشه يي توکو کرکېله کېږي، اوسیدونکې به یې خامخا زیانمن کېږي، هغه وايي، چې که څه هم افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو شمېره نږدې 4.6 میلونه ده، خو دا په دې مانا هم نده، هر افغان چې بهر ته ځي نو معتاد کېږي.

له معتادو ځوانانو خبر شوم، چې د پوډرو یوه پوړۍ په ۱۵۰ افغانۍ اخلي، دوی د پوډرو یا تریاکو اخيستو لپاره پیسې له کومه کوي؟ ډیر کله خلک معتادان غله ګڼي.

له دوی یې بابا جان ویل:

(نن ما له کوره سل روپۍ غلا کړي، نشه مې پرې وکړه او د وجود دردونه مې ورک شول. له دې وړاندې مې هره ورځ له کوره یوه ۱۲ سوه روپګي کمپله راوړه او چوک کې مې په درې، څلورسوه افغانۍ خرڅوله.)

ګل محمد ویل، چې له یوه ملګري یې قرض اخلم، خو کار هم کوم او پيسې تر لاسه کوم. یوه بل ځوان چې نوم یې نه راښوده ویل، څوک مو کار ته نه بیايي مجبور یو چې غلا وکړو، خو ویل یې چې زه پخپله همدغه پوډر هم څکوم، هم یې اخلم او خرڅوم، اوس مې همدغه کار دی.

په کابل کې د نشه يي توکو د خرڅلاو او د روږدو کسانو د اوسیدو ځالې په باغ علي مردان، پل سوخته او ځینو نورو ځایونو کې دي.

د کابل سيند په وچو کې یې ځان ته ځایونه جوړ کړي، پر سرونو یې څادرونه راچولي وي، هماغلته د ډیرانونو پر سر نشه هم کوي او ویده کېږي هم.


دلته د روږدو کسانو عکسونه هم لیدلای شئ:



د مرادخانې یک پيسه ګي پل خو بیخي د ارګ په یو کېلومترۍ کې دی، چې وړم کال د کابل سیند له ځانه سره څو معتادان یوړول او ویې وژل، ذبيح د یوه معتاد ورور دی، هغه وايي، چې څو ځلې مې د ورور درملنه وکړه، خو په افغانستان کې نشه يي توکې دومره ډیر او عام دي، چې نور ګوري، زړه یې ورته کېږي او څکوي یې. خو ګیله لري، چې دولت یې ولې د خرڅلاو مخه نه نیسي.

د عامې روغتیا وزارت د طب وقایوي عمومي ريئس ډاکټر محمد توقیق مشال وايي، چې په ټول هیواد کې ۱۰۵ د معتادانو د درملنې مرکزونه شته، چې په کال کې د شل زره اته سوه کسانو د درملنې ظرفیت لري او له ډلې یې ۲۸ مرکزونه په کابل کې دي.

خو ۱۰۵ مرکزونه به نږدې یو ميلیون معتادان تداوي کړای شي؟ ښايي همدا علت وي، چې د ګل محمد په څېر معتادان له داسې مرکزونو یا خبر ندي او یا وار ندی وررسیدلی، ګل محمد وايي، چې زه هم غواړم درملنه مې وکړم، خو مرکزونه چېرې دي؟

په کابل کې د UNODC مرستیاله اشیتاميتال وايي، چې د دوی دفتر له دوو نورو نړیوالو سازمانانو UNHCR او IOM سره په کابل، پروان، جوزجان، بغلان او هرات کې د نشه يي موادو د کارولو او اچ آی وي په اړه یوه ارزونه وکړه. د دې ارزونې اساسي پایلې یا نتایج روښانوي:

لومړی دا، چې په راستانه شویو کډوالو کې ۳۰ زره یې پر تریاکو اخته دي.

دوهم، د ۸ زرو په شاوخوا کې یې د پيچکارۍ له لارې نشه يي توکې کاروي، چې له دغو یې حدوداً ۲ زره کسان کاریدونکې پيچکارۍ له یوه بل سره شریکوي، دا پر اچ آی وي د اخته کېدو یو علت دی.

هغه وايي، چې په کابل، مزار او هرات کې ۷ فیصده هغه کسان چې د پيچکارۍ له لارې نشه يي توکې کاروي پر ایچ ای وي اخته دي. نوموړې زیاتوي، چې له نږدې یو میلیون معتادانو یې یوازې لس فیصده درملنې ته لاس رسۍ لري، هغه د یوې بلې څېړنې له مخې وايي، چې تر ۱۵ کلونو د کم عمر په ماشومانو کې ۲.۳ فیصده یې تریاکېان شوي دي.

څه موده وړاندې د کابل په جنګلک کې د معتادانو یو روغتون بیا ورغول شو او ۳۰۰ بستریز شو. د ولسمشر دوهم مرستیا کریم خلیلي د دغه روغتون پرانیست غونډه کې د ځوانانو اعتیاد یوه خاموشه سونامي وبلله.

په دغه روغتون کې هم ګڼ ځوانان تر درملنې لاندې دي، د هلمند ولایت سرفراز له هغو یو و، ویل یې له درملنې بله هیله اسره نه وه راپاتې، دی وايي چې له درملنې سره مې نوی ژوند موندلی.

له جنګلکه د معتادانو د درملنې او روزنې یو نادولتي مرکز نجات سنټر ته ورغلم، په یوه کوټه کې یې چکچک او سندرې روانې وې، یوه سندرغاړي په سندره کې ورته ویل:
(بس کړئ، نشې بس کړئ ځوانانو، که ځوانان نه وي، وطن څوک ابادوینه...) او ناست ځوانان چې هلته یې درملنه کېده، چا ورته چکچک کول او چا نڅا.

له دوی مې یو ځوان وپوښت، نوم یې پردل و، دی د نجات سنټر له ډاکټرانو او روزونکو ډیر خوشاله و، ویل یې اوس که خفه کېږو، نو بیرته نشې ته پناه نه وړو، بلکې دلته ساعت تیروو او یو کسب زده کوو.

د نجات سنټر مسؤل ډاکټرطارق سلیمان وايي، چې دوی که یو خوا د معتادو ځوانانو درملنه کوي، نو بلخوا ځينې حرفې هم وزده کوي او له کورنیو سره یې یو ځای کوي، هغه زیاتوي، چې حتی ځينې معتاد ځوانان یې له درملنې وروسته له ځانه سره په کار ګومارلي او یو څه یې ورزده کړي دي، خو دی وايي چې تر درملنې وړاندې د یوه معتاد زړه باید ترلاسه کړو او ښه چلند ورسره وکړو.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د تیرکال راهيسې یې د روږدو کسانو د راټولو په ۹ کمپاینونو کې ۹۴۳ له رغیدو وروسته یا له کورنیو سره یو ځای کړي او یا یې حرفوي زده کړو ته ورپيژندلي. خو د نوموړي وزارت د مهاراتونو د پراختیا ملي پروګرام یا NSDP د پروګرامونو اجرايوي ريئس ډاکټرعنایت الله مایل وايي، چې غوښتنې ډيرې دي، خو امکانات ډیر کم دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سلاکار ایجینرذبیح الله که یو خوا وايي، چې د نشه يي توکو د ضررونو په اړه یې د پوهنې وزارت په مرسته په تعليمي نصاب کې یو مضمون شامل کړی،نو بلخوا وايي، چې د تریاکو کښت ۹۰ فیصده په هلمند، کندهار، فراه او اورزګان کې روان دی. خو لس فیصده نور یې په دای کندي، بادغیس، نیمروز او ځینو نورو ولایتونو کې کېږي.

هغه زیاتوي، چې په نړۍ کې د کال له ۶۵ تر ۷۰ بیلیونه ډالره د نشه يي توکو قاچاق کېږي.

د کورینو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عمومي ريئس پاسوال عبدالخلیل بختیار وايي، چې په ټول افغانستان کې نږدې ۳ میلیونه خلک د نشه يي توکو کاروبار کې لاس لري. هغه وايي، چې ۱۷ ولایتونه یې د نشه يي توکو له کرکېلې پاک کړي او تېر کال یې د نشه يي توکو له لسو لویو قاچاقبرانو اته نفره نیولي. چې اوس مهال درې زره (۳۰۰۰) د نشه يي توکو کاروباریان په پل چرخي زندان کې بندیان دي.

له معتادانو سره په افغاني ټولنه کې ډیر بد چلند کېږي، څوک یې په کاڼو ولي، څوک یې وهي او څوک سپکې سپورې ورته وايي، ګل محمد هم له خپلې کورنۍ ګیله لري، وايي له نشې وړاندې به مې چې کوم خواړه نه وو، خوښ مروریدم او له موره مې نور خواړه غوښتل، هغوی هم نازولم او زما خبره یې منله، خو اوس څوک د انسان ګومان نه راته کوي، تړي مې، وهي مې.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې (روانشناسۍ) استاد شرف الدین عظیمي وايي، چې معتادان ناروغان دي، چې بې رحمي ورسره پکار نده، هغه زیاتوي، چې که غواړو دوی له نشې راوګرځوو، نو باید ښه چلند او مینه ورسره وکړو.

محمد هوتک لس کاله تریاک او پوډر څکولي خو اوس ترې منع شوی، دی د ځان په څېر له نورو هغو معتادانو چې اوس هم نشه کوي، هیله کوي، چې نشه په ټولنه، کورنۍ او ملګرو کې د انسان شخصیت زیانمنوي او شرموي یې، د ده په څېر دې کلک هوډ وکړي، درملنه دې وکړي او ترې منع دې شي.

د UNODC په یوه څېړنه کې په ۲۰۱۲ کال کې په مجموعي توګه د افغانستان ۱۵۴۰۰۰ هیکتاره ځمکه، چې تریاک پکې کرل شوي وو، سنجول شوې، چې د تېرکال په پرتله يې ۱۸٪ زیاتوالی موندلی. او ویل شوي، چې نږدې ۹۵٪ کښت يې د هيواد په ناامنه سيمو یاني نهه جنوبي او غربي ولایتونو کې شوی. دا څرګندوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ ۶۴٪ تریاک په افغانستان کې کرل شوي.

یادونه: په دغه رپوټ کې مې چې له معتادو ځوانانو سره مرکې کړي، عمرونه یې تر ۲۰ پورته او تر ۳۵ ښکته وو.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:34 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG