د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

ملګرو ملتونو په نورستان کې د معتادینو د درملنې یو مرکز جوړ کړ


ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د درملنې یو مرکز
ارشیف: په افغانستان کې د معتادینو د درملنې یو مرکز

د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې مرکز پرانیستل شو.

د نورستان ښکلې دره هم د نشه یي موادو له لوګي څخه خوندي نه دی پاتې او اوسمهال سلګونه نارينه او ښځينه معتادین په کې اوسېږي.

په لومړي ځل د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې ادارې یا په مرسته د نورستان په مرکز پارون کې د معتادینو د درملنې شل بستریز مرکز پرانیستل شو.

د دې مرکز مسوول ډاکټر احسان الله ازادي راډیو ته وویل، د اعتیاد ستونزې خلک دومره تنګ کړي چې ان د دې مرکز د عملي فعالیتونو تر پیل دمخه دوی ته مراجعه کوي او د ناروغانو لپاره د بستر په لټه کې دي.

هغه وویل: "په غربي نورستان کې معتادین دومره ډېر دي یو شمېر يې په لغمان ولایت او تقریباً یو نیم سلو نور يې په کابل کې بستر دي. د ختیځ نورستان په برګمټال،کامدېش او کشتوز کې هم معتادین لرو. اوس هم خلک زموږ سره اړېکې نیسي او پوښتنه کوې چې روغتون کله فعالیت پيل کوي؟ دا خلک وايي، کله چې روغتون دومره برابر شي چې د ناروغانو بستر ته چمتو شي موږ خپل ناروغان ورته راولو."

په تېرو کلونو کې په نورستان ولایت کې د نشه یي بوټو کښت ډیر کم و، خو دا چې نورستان د نورو ولایتونو د قاچاقو لاره پاته شوې د ځوانانو پام نشه یي موادو ته وراوښتی او معتادین په کې ډېر شوي دي، خو ځينې ښځې بیا له دې امله معتادې شوي چې غوښتل یې د درد ارامولو لپاره نشه يي مواد استعمال کړي.

نصیرالله جلال وايي چې په نورستان ولایت کې معتادین ډېر شوي دي.

هغه وایي: "په دې وروستیو کې په نورستان کې معتادین ډېر شوي او پخوا د دې معتادینو درملنې لپاره هیڅ روغتون نه و، اوس موږ خوشحاله یو چې د معتادینو د درملنې لپاره شل بستريز روغتون جوړ شوی دی."

قومي مشر محمد عیسی وحدت د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې مرکز لپاره دي کافي امکانات برابر کړي.

وحدت وویل: "د سرې میاشتې په تعمیر کې د معتادینو د درملنې لپاره شل بستریز روغتون افتتاح شو چې په دې کار موږ ټول نورستانیان خوشاله یو، موږ له حکومته غواړو چې دا افتتاح تشریفاتي نه وي او عملي اقدام وشي."

ډېری نوستانیانو، په ځانګړي ډول د برګمټال ولسوالۍ د افسۍ کلي اوسېدونکو تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې سلګونه ښځې او نارینه په نشه یي موادو، په تېره بیا تاریاکو معتاد شوي دي، خو د روغتيايي مرکز د نشتوالي له امله څو کاله کېږي چې د اعتیاد ستونزې او دردونه ګالي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00


----------------------
راپور: روح الله انوري

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG