د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

په افغانستان کې د ومان بوټي روزنه او پروسس لسو ولایتونو ته غځېدلی


د ومان بوټی
د ومان بوټی

په افغانستان کې د ومان بوټي روزنه د ډېرېدو په حال کې ده او دا مهال ومان بوټی تر لسو ډېرو ولایتونو کې د دې لپاره روزل کېږي چې د نشه يي موادو په پروسس کې کار ترې واخيستل شي.

په افغانستان کې د ومان بوټي په مرسته د ښیښې جوړولو په اړه د ملګرو ملتونو تر اندېښنې وروسته د امریکا متحده ایالتونو هم ويلي چې نړۍ په افغانستان کې د ښیښې د تولید د ډېرېدو په اړه اندېښنه لري.

د طالبانو د حکومت له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې ومان بوټی پخوا يوازې په غور، بادغيس او فراه ولایتونو کې پروسس او روزل کېده، خو اوس د افغانستان څوارلسو ولایتونو ته غځېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا د ومان بوټي او سپين رنګه مادې په اړه پر ایکس پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې د طالبانو د حکومت نظامیانو يوازې سږکال د اسد په میاشت کې د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې ۱۶۰ زره او ۱۸۲ کيلوګرامه ومان بوټی نيولی دی.

د فراه ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې يې نوم ياد شي ازادي راډيو ته د ومان بوټي د پروسس په اړه داسې وويل: "ومان بوټی په دښتو او غرونو کې راشين کېږي، بیا يې خلک دلته راوړي، وچوي يې او له دې بوټي څخه ايف باسي او له ايف څخه ښیښه جوړېږي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي معلومات ښيي چې دوی سږکال يوازې د اسد په میاشت کې په کابل، کندهار، روزګان، هلمند، فراه، غور او بادغيس ولایتونو کې د ومان د پروسس ۲۱ کارخانې ويجاړې کړي دي.

د غور ولایت اوسېدونکی محمد جلال چې پخوا يې د ومان بوټي کاروبار کاوه ازادي راډيو ته وويل چې، بېوزله خلک ومان بوټی له غرونو او دښتونو څخه راوړي او بیا يې پر لویو قاچاق کوونکو خرڅوي.

هغه وویل: "بزګر او بېوزله خلک غرونو ته ځي دا بوټی راوړي او موږ له دوی څخه من په پنځوس یا یو سلو شپېته روپۍ رانیسو. اوس د خلکو ګټه همدا ده، بل کاروبار او عاید نشته، موږ کمېشن کاران یو او رانیسو يې، ډېره برخه يې هلمند او کندهار ته وړل کېږي، نه پوهېږو چې څه شی ځنې جوړېږي، دلته يې موږ رانیسو او لوی قاچاق کوونکي راځي او زموږ څخه يې رانیسي."

د ومان د پروسس په پايله کې سپين رنګه ماده لاس ته راځي چې کېمياوي نوم يې ايفيډرین دی، د ايفیډرین په مرسته د ښیښې کيفیت لوړېږي او په نړیوالو بازارونو کې د دې ډول ښیښې غوښتنه مخ پر ډېرېدو ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپرې شوي شمېرې ښيي چې، د دوی نظاميانو سږکال د اسد په میاشت کې ۴۲۶ کيلوګرامه ښیښه نيولې ده.

په دې اندازه ښیښه داسي مهال نيول کېږي چې د ۱۴۰۰ شمسي کال، یاني پوره یوه کال په بهير کې ۵۱۲کيلوګرامه ښیښه نيول شوې وه.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې ۲۰کيلوګرامه ښیښه ونيول شوه چې د ټوخي د شربتو په مرسته جوړه شوي وه، خو هر څومره چې په افغانستان کې د ښیښې په جوړولو کې د ومان بوټي استعمال ډېرېږي، په هماغه اندازه د ښیښې توليد هم ورځ په ورځ ورسره ډېرېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړ چې افغانستان په سيمه کې د ښیښه جوړولو په برخه کې په لوی هېواد اوښتی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG