د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

ملګري ملتونه: په یو شرط له افغانستانه نړۍ ته د نشه يي توکو قاچاق ډېرېږي


اپین
اپین

د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې همدا اوس د افغانستان نيمايي نفوس بې وزلۍ ځپلي او بېړنیو اقتصادي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هغو ګواښونو ته چې د افغانستان اقتصادي ستونزو له امله به نړۍ ته متوجه وي په اشارې سره وويل چې له دې ګواښونو څخه به يو هم په افغانستان کې د نشه يي موادو د کاروبار بیا وده وي.

انتونیو ګوتیریش وايي، که نړیواله ټولنه د افغانانو اقتصادي ستونزو او بې کارۍ ته پاملرنه و نه کړي، په افغانستان کې به د نشه يي موادو قاچاق ډېر شي.

دی وايي: "د افغانانو لپاره د خوراکي موادو نه چمتو کولو او هغوی د حقونو نه مراعتولو په صورت کې به ډېر افغانان له افغانستانه ووځي، په دې ډول وضعيت کې به د نشه يي موادو قاچاق او جرمي او ترهګرو شبکو فعاليتونه هم ډېر شي، دغه ډول حالت به يوازې پر افغانستان نه، بلکې پر نړۍ هم بده اغېزه وکړي، موږ ټول بايد د دې خطر په مخنيوي کې ونډه واخلو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان د هغو څو ادارو نومونه ياد کړل چې په تېرو دوو مياشتو کې يې تر درې ميليونه ډېرو افغانانو سره مرسته کړې، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا (UNODC) يې ياده نه کړه.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې تردې مخکې د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو او برېتانيې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ډېروالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، دې هېوادونو دا اندېښنه هم درلوده چې له افغانستانه د دوی هېوادونو ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو پخوانی استازی کريم اتل د افغانستان نشه يي مواد د سيمې او نړۍ لپاره جدي خطر بولي.

ښاغلی اتل وايي، که د افغانستان وضعيت په همدې ډول دوام پيدا کړي، بزګران به مجبور شي چې د بېوزلۍ له امله يو ځل بيا د کوکنارو کښت ته مخه کړي: "که نړۍ په تېره بيا ګاونډي هېوادونه د افغانستان اوسني سياسي او اقتصادي بحران ته پاملرنه و نه کړي، په راتلونکي کې به د افغانستان د خلکو لپاره اقتصادي سرچينه يوازې همدا د کوکنارو کښت وي چې موږ به له دې لارې يو څه په لاس راوړو، لېرې نه ده چې د سيمې او نړۍ هېوادونه به له دې وضعيته ډېر تنګ شي، ځکه چې د نشه يي موادو اغېز به پر ګاونډيو، سيمې او نړۍ پر هېوادونو ډېر زيات وي."

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت مقاماتو هم د نړیوالې ټولنې د اندېښنو په ځواب کې د نشه يي موادو په اړه ژمنه کړې وه چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، نو په افغانستان کې به د کوکنارو کښت صفر شي.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG