د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

طالبان وايي بدخشان کې یې نشه يي توکو سره مبارزې ته پوځي تشکيلات جوړ کړي


طالبانو په بدخشان ولايت کې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د مبارزې لپاره نظامي تشکيلات جوړ کړي دي.
طالبانو په بدخشان ولايت کې د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره د مبارزې لپاره نظامي تشکيلات جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې راپورونه ښيي چې له شلو کالو راهيسې په بدخشان ولايت کې تر کانونو را وروسته نشه يي مواد د جنګي ډلو دوهمه مالي سرچېنه بلل کېږي.

که څه هم طالبان اوس د بدخشان ولايت ټولې ولسوالۍ په واک کې لري، خو دوی دا مني چې اوس هم د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د نشه يي موادو قاچاق دوام لري.

د بدخشان د والي مرستيال نثار احمد احمدي ازادي راډيو ته وويل چې دوی په بدخشان کې د امنيت ساتلو او نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره په دې ولايت کې نظامي تشکيلات جوړ کړي دي.

احمدي وایي: "په بدخشان ولايت کې د نشه يي موادو له قاچاقو څخه انکار نه شو کولی، ځکه چې ګډه پوله لرو او امکان يې ډېر دی. په بدخشان کې د ضربتي کنډک جوړول زموږ ګاونډيو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه دی، موږ د خپلو خلکو او هېواد د ساتنې لپاره دا هڅه کړې چې پولې مو خوندي وي."

په بدخشان کې نظامي قطعه
په بدخشان کې نظامي قطعه

په وروستيو کلونو کې د بدخشان ولايت په اوو ولسواليو کې کوکنار کرل کېدل او له دې کښته لاسته راغلي تارياک به ګاونډيو هېوادونو ته قاچاقېدل او په بدل کې به يې له دې ګاونډيو هېوادونو افغانستان ته شراب قاچاقېدل.

د بدخشان ولايت يوه مدني فعاله نظر خاتون په دې ولایت کې د نشه يي موادو قاچاق يوه لويه ستونزه بولي، دا زياتوي چې نشه يي مواد د دې ولايت د امنيت لپاره يو لوی خطر دی او پر اعتياد سربېره بې وزلي د دې سبب شوې چې يو شمېر ځوانان او ښځې هم د نشه يي موادو له قاچاق کوونکو سره همکاري وکړي.

خاتون وایي: " تاجکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له افغانستان سره ګډه پوله لري، له همدې امله پر دې پوله دواړو خواوو ته نشه يي مواد قاچاقېږي. د نشه يي موادو قاچاق ټولو افغانانو، په تېره بيا بدخشانيانو ته یو لوی اقتصادي او ټولنيز ګواښ دی. په دې قاچاقو کې ترهګر، د ګمرک ځينې مامورين او ځينې مجبوره ښځې لاس لري."

بدخشان د هغو ۲۲ ولايتونو له ډلې دی چې په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ لمریز کلونو کې کوکنار په کې کرل کېدل او له دې کوکنارو څخه ډېر لاس ته راغلي تارياک د دې ولايت په کارخانو کې پروسس کېدل او هيرويين ځینې جوړېدل.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG