د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

د ښځينه معتادینو د درملنې د مرکزونو چارواکي: ناروغان ډېر، خو امکانات کم دي


د ښځينه معتادینو د درملنې یو مرکز
د ښځينه معتادینو د درملنې یو مرکز

د ښځينه معتادینو د درملنې مرکزونه چې ځينو ولايتونو کې له پنځو مياشتو راهيسې تړل شوي وو، اوس يې بېرته فعالیت پيل کړی دی.

هغه معتادې مېرمنې چې دې روغتیايي مرکزونو ته ورغلي وايي چې د اعتیاد له سختو دردونو څخه تنګې شوي او غواړي چې د معتادو ښځو او ماشومانو د مرکزونو لپاره دې امکانات برابر کړل شي.

ثريا چې بڼه يې ژېړه اوښتې او کمزورې شوې تر ډېرو ستونزو وروسته وکولی شوای چې ځان د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ښځينه معتادینو په روغتيايي مرکز کې بستري کړي، دا هغه مرکز دی چې له څلورو مياشتو راهيسې تړل شوی و.

یوه معداده مېرمن
یوه معداده مېرمن

ثريا چې دا يې شپږم ځل دی په زرنج ښار کې د معتادینو په روغتیايي مرکز کې ځان بستري کوي وايي، دا مرکز د ښځينه معتادینو لپاره د نشې پرېښودلو او له دې ستونزې د خلاصون يوازينۍ لاره ده.

ثریا زیاتوي: "لومړی مې يوه خور معتاده وه، کله چې به زه ناروغه کېدمه دې ته به ورتلم يو يا دوه دوده به مې ورسره وهل، اخير داسې وخت هم راغی چې زه خپله تلم نشه يي مواد به مې رانيول او نشه به مې کوله، اوس څلور کاله کېږي چې معتاده يمه. دوه وروڼه مې په ايران کې اوسېږي، د کور د لګښت پيسې هغوی رالېږي، خو خبر نه دي چې موږ نشه کوو. که دا کلينيک نه وای زموږ کور به وران وای، دا مې شپږم ځل دی چې په دې کلينيک کې ځان بستري کوم، اوس نشو ډېره ستومانه کړې يمه، مجبوره یمه چې نشه پرېږدمه."

د طالبانو د حکومت له راتلو سره د حکومت د ځينو نورو برخو په څېر د ښځينه معتادینو مرکزونه د څو مياشتو لپاره وتړل شول او بستري شوي ناروغان يې هم کورونو ته واستول شول، خو په وروستيو اوونیو کې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې دا مرکزونه بېرته فعال شول، اوس ستونزو دا ده چې دا مرکزونه د مالي، روغتيايي او تخنيکي ستونزو له امله د لږو ناروغانو درملنه کوي.

په نيمروز ولایت کې د ښځينه معتادینو د درملنې مرکز سرپرسته عادله اکبري وايي چې دوی ته ډېر ناروغان ورځي، خو د دوی امکانات لږ دي، له همدې امله لږ ناروغان بستري کوي.

د طالبانو د حکومت له راتلو سره د حکومت د ځينو نورو برخو په څېر د ښځينه معتادینو مرکزونه د څو مياشتو لپاره وتړل شول
د طالبانو د حکومت له راتلو سره د حکومت د ځينو نورو برخو په څېر د ښځينه معتادینو مرکزونه د څو مياشتو لپاره وتړل شول

اکبري زیاتوي: "د عامې روغتیا رياست د درملو په برخه کې زموږ سره مرسته کړې ده، خو د روغتيايي خدماتو او خوړو په برخه کې ستونزې لرو، موږ ته ډېر ناروغان راځي، هره ورځ نژدې پنځه، شپږ ناروغان راځي او غواړي چې بستري کړل شي، ځکه موږ په کورونو کې د هغوی درملنه نه شو کولی."

د طالبانو حکومت هم دا مني چې د معتادینو د درملنې برخه کې د دوی امکانات ډېر لږ دي.

د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو معين عبدالباري عمر وايي، که څه هم دوی لږ امکانات په واک کې لري، خو بيا يې هم د څو زرو معتادینو درملنه کړې ده.

عمر زیاتوي: "اوس مهال د معتادینو د درملنې برخه کې زموږ سره هېڅ ارګان، هېڅ سازمان او هېڅ هېواد مرسته نه ده کړې، خو زموږ کار دوام لري، په تېرو پنځو مياشتو کې مو د نژدې ۷۵۰۰ معتادینو درملنه کړې ده، د دوی داسې درملنه مو کړې چې د نشو مخه يې نيول شوې او اوس له خپلو کورنیو سره په خوښۍ ژوند کوي."

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره سم د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) په شمول، د معتادینو د درملنې په برخه کې د ټولو مرستندویه ټولنو مرستې بندې شوي دي.

بشپړ غږیز راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

XS
SM
MD
LG