د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

امریکا: نړیواله ټولنه باید د نشه‌يي موادو د ستونزو حل لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې راپور ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ښیښې تولید پيل او تر هغه وروسته يې د هر کال په تېرېدو سره تولید ډېر شوی دی، اوس که څه هم د کوکنارو کښت کم شوی، خو د هيرويينو تولید نه دی کم شوی.

هغه راپور چې په افغانستان، اسيا او اروپايي هېوادونو کې د نيول شوي ښیښې پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې يوازې سل کيلوګرامه ښیښه تولید شوې وه، خو په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې دا اندازه دوو زرو او اوو سوو کيلوګرامو ته ورسېده.

'یو این او ډي سي' ته څرګنده شوې چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ ميلادي کلونو تر منځ پاکستان او هند د افغانستان د هيرويينو د قاچاقو په لاره اوښتی دی.

قاچاق کوونکي ایران د ښیښې د قاچاقو لپاره د اصلي مسير په توګه کار استعمالوي چې د افغانستان نشه يي مواد له دې دوو لارو څخه اروپايي بازارونو ته رسېږي.

په دې راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو تر دوهمې واکمنۍ وروسته د نشه يي موادو قاچاق کوونکي له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو پر مهال لږ د خطر احساس کوي او له افغانستان څخه دباندې خورا ډېر هېرويين او ښیښه انتقالوي.

که څه هم د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو نظامي عملیات کړي، خو پر دې خبره ټينګار کوي چې اوس هم په افغانستان کې د تارياکو لويې زېرمې شته او د ښیښې تولید یوه جدي اندېښنه ده.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د سټيمسن مطالعاتو مرکز کې د خبرو پر مهال له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې باید د نشه يي موادو د مشکل حل کولو لپاره د طالبانو له حکومت سره خبرو ته کېني.

هغه وویل: "دغه ډول موږ وينو چې د ومان د بوټي حاصلات مخ پر ډېرېدو دي، له همدې امله وضعیت ډېر پېچلی دی. زما په نظر دا برخه نه يوازې دا چې د امريکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ خبرو او تعامل ته اړتیا لري، باید وليدل شي چې د افغانستان تارياک چېرې قاچاق کېږي. دا تاریاک په حقيقت کې په اروپا کې زموږ متحدو هېوادونو ته قاچاق کېږي. هر هېواد باید خپله پرېکړه په خپله وکړي، خو لکه څنګه چې ما له خپلو سيالانو سره خبرې کړي هغوی هم د دې موضوع په اړه له طالبانو سره د خبرو پلویان دي."

په داسې حال کې چې د طالبانو تر دوهمې واکمنۍ وروسته د ټام ویسټ په ګډون د امریکا استازيو د لومړي ځل لپاره سږکال د اسد په میاشت کې په دوحه کې د طالبانو د حکومت له استازيو سره له نشه يي موادو سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالتونو له ۲۰۰۳ څخه بیا تر ۲۰۲۱ ميلادي کاله پورې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په لاره کې تر نهو ميليارډو ډالرو ډېر لګښت کړی دی، خو د جمهوري نظام له نسکورېدو سره په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره د امریکا مستقيمې مرستې ودرول شوې او اوس امریکا دې مرستو ته د معتادینو د درملنې او کوکنارو د سروې په برخو کې د ملګرو ملتونو له لارې دوام ورکوي.

که څه هم اروپايي مقاماتو تر دې مهاله د نشه يي موادو په اړه د امریکا متحده ایالتونو د غوښتنې او طالبانو له حکومت سره د خبرو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د جرمونو کمولو او نشه يي موادو د څارنې د برخې تحليلګرې مېرمنې تيوډورا ګروشکووا ازادي راډيو ته ويلي و: "په راتلونکي کې د افغانستان له واکمن نظام سره مرسته د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو فردي مسوولیت دی چې ښايي هر دولت په دې برخه کې ځانګړې پرېکړه وکړي."

په افغانستان کې د ومان له بوټي څخه په استفادې سره د ښیښې د تولید په اړه داسې مهال اندېښنې راپورته کېږي چې په وروستیو کې ازادي راډيو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت راپورونو ته په کتو سره وموندله چې، د ومان بوټي روزل او پروسس د افغانستان له دریو ولایتونو څخه لسو ولایتونو ته غځېدلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت راپورونه ښيي چې د دوی نظامیانو سږکال يوازې د اسد په میاشت کې تر یو لک او شپېته زره کيلوګرامو ډېر ومان بوټی نيولی دی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ شمسي کال کې دا اندازه يوازې ۵۱۲کيلوګرامه وه.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:10 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG