د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

معتادین: د بې‌کارۍ له امله تر څو ځلي درملنې وروسته بېرته معتاد شوي یوو


ارشیف: په افغانستان کې پر نشه يي توکو اخته کسان
ارشیف: په افغانستان کې پر نشه يي توکو اخته کسان

ځينې هغه معتادین چې یو ځل يې درملنه شوې او د دې معتادینو د کورنیو غړي د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې تر درملنې وروسته معتادینو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هلمند ولایت له مرکزي زندان څخه دوه سوه معتادین تر درملنې وروسته د طالبانو د حکومت له زندان څخه ازاد شول.

ځايي چارواکي وايي، دغه معتادین يې د دې لپاره څلور میاشتي د زندان اړوند روغتيايي مرکز کې ساتلی وو چې نشه یي موادو ته لاسرسی و نه لري او د نشه یي موادو تر پرېښودلو وروسته خپلو کورنیو ته روغ وسپارل شول.

د هلمند ولایت په مرکزي زندان کې د معتادینو د درملنې د مرکز مسوول لعل محمد د معتادینو د ازادولو پرمهال رسنیو ته وویل: "موږ دا معتادین تر څلورو میاشتو وروسته ازادوو، که د دې معتادینو کورنۍ د خپلو کسانو د خلاصون لپاره هرڅومره غوښتنه وکړي موږ يي نه ازادوو، نن دوه سوه کسان خوشي شول."

د هلمند ولایت له زندان څخه ازاد شوي معتادین د نشې پرېښودلو او روغتیایي حالت له امله خوشاله دي او وايي چې نوی ژوند يې پیل کړی دی.

د هلمند ولایت اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه غواړي، هغه معتادین چې تر درملنې وروسته له روغتون او زندان څخه خپلو کورونو ته ستنېږي، باید د بیا معتاد کیدو د مخنیوي لپاره د کار زمینه ورته برابره شي.

د هلمند ولایت د باغران ولسوالۍ اوسیدونکی جمیل وايي، ډېر داسې معتادین يې لیدلي چې تر درملني وروسته د کار زمینه ورته برابر شوې بيرته نه دي معتاد شوي.

هغه وویل: "که درملنه يې وشي او د کار زمینه ورته برابره شي ما ډېر خلک ليدلي چې بېرته يې نشه نه ده کړې، که کار نه وي سرګردانه ګرځي، هر کار ته چې يې مخه شوه هغه کار کوي، دا کار خاص د بې کارۍ له امله کېږي."

ځينې هغه معتادین چې تر درملنې څو مياشتې وروسته بېرته معتاد شوي، د خپل اعتیاد لوی لامل بې‌کاري بولي.

حمیدالله چې تر درملنې یو کال وروسته بیرته معتاد شوی او اوس بیا د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې بستري شوی، ازادي راډیو ته وویل: "په کمپ کې مې ۴۵ ورځې تېرې کړې او جوړ شوم، یو کال او شپږ میاشتې مې عمل پرېښود، کله چې راوتلم په کار پسې ډېر وګرځېدلم، خو کار راته پيدا نه شو، مشکلات مې ډېر وو، هغه و چې د بې کارۍ له امله دلته کښېنه یو دود وڅکوه، هلته کښېنه، په دې ډول بیرته معتاد شوم."

احمدشاه هم د ورته ستونزې له امله بیرته معتاد شوی او اوس د بیا درملنې په لټه کې دی.

هغه وویل: "کار او کسب نه و چې موږ په بوخت شوي او له کار سره مو علاقه مندي پيدا شوې وای، هغه و چې بیرته مو نشو ته مخه کړه."

د طالبانو حکومت یونیم کال مخکې یو شمېر معتادین راټول کړل او بیا يې د دې لپاره په زندان کې وساتل چې نشه يي مواد په لاس ور نه شي، خو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کابل او کندهار په ګډون، په ځینو ولایتونو کې د معتادینو د ساتنې او درملنې مرکزونه جوړ شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00

---------------------------
راپور: شریف الله شرافت

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG