د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په امریکا کې طبي څېړونکو د اوورډوز د مخنيوي لپاره واکسين جوړ کړی


ارشیف: په افغانستان کې معتادین
ارشیف: په افغانستان کې معتادین

په متحده ایالاتونو کې طبي څېړونکو د اوورډوز یا زیاتو نشه‌يي موادو د استعمال د مخنيوي لپاره واکسين جوړ کړی دی.

دا واکسين چې د امریکا متحده ایالتونو د مونتانا پوهنتون په طبي لابراتوار کې جوړ شوی، دا مهال د ازمايښت په پړاو کې دی. د دې واکسين جوړوونکو پرېکړه کړې چې د راتلونکي ميلادي کال په لومړیو کې يې پر انسانانو وازمايي او بیا يې بازار ته وړاندې کړي.

د مونتانا پوهنتون د طبي ډيپارټمنټ مسوول ډاکټر جي ايوانس وايي، دا واکسین د هيرويينو او فینتالیانو د اوورډوز د مخنيوي لپاره جوړ شوی، خو لومړی به د هېرويينو پر معتادینو وازمايل شي.

انسان ته د دې واکسين لګول د دې سبب کېږي چې په وجود کې انټي باډي جوړه شي او د نشه يي موادو اغېز کم کړي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر ارشاد منصور وايي چې، هر کال په نړۍ کې سلګونه زره معتادین د اوورډوز یا ډېرو نشه يي موادو د استعمال له امله مري، دا واکسین به د اعتیاد د درد کمولو ترڅنګ، د معتادینو ژوند هم وژغوري.

هغه وویل: "د دې واکسین هدف دا دی چې په وينه کې د هيرويينو ډېره برخه خنثی کړي، معتادین ځينې وختونه ډېر هېرويين استعمالوي چې وجود يې د مقابلې توان نه لري او د هغوی مړينې سبب کېږي. دا واکسین لا او په لومړني پړاو کې دی، که د انسان په وجود کې موثر او ګټور ثابت شي کولای شي چې د اوورډوز او آن دا چې د معتاد د مړينې مخه ونيسي."

د امریکا متحده ایالتونو د روغتيايي بنسټونو د څېړنو له مخې، يوازې په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په دې هېواد کې تر سلو زرو ډېر معتادین د اوورډوز له امله مړه شوي دي. د یادونې وړه ده چې اوورډوز د نشه يي موادو د اندازې ډېروالي ته وايي.

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې معتادین په څو حالتونو کې د نشه يي موادو اندازه ډېروي.

لومړی دا چې د نشه يي موادو کيفیت ټيټ وي او د معتاد خمار نه شي ماتولای. دوهم دا چې د نشه يي موادو ډول بدل شي، مثلا یو معتاد د تاریاکو پر ځای هېرويينو او هيرويينو پر ځای د ښیښې نشه پيل کړي. درېیم علت يې دا دی چې یو څوک نوی معتاد شوی وي او د نشه يي موادو د استعمال سمه اندازه نه پېژني او څلورم دا چې یو معتاد یو ځل نشه پرېږدي او څه موده وروسته بيرته نشو ته مخه کړي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر فرید بزګر وايي، که معتاد ته دا واکسین ورکړل شي د درملنې په پړاو کې به د درد ارامولو درملو ته هم اړتیا نه وي.

هغه وویل: "په اعتیاد کې اوورډوز د ډېرو مړینو لامل کېږي، دا واکسین اوس د ازمايښت په پړاو کې دی او په پام کې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې پر انسانانو هم عملي شي. دا واکسین نه يوازې دا چې معتادین به له مړينې څخه وساتي، د دې ترڅنګ به د هغو درملو استعمال هم راکم کړي چې مخکې به د اوورډوز لپاره استعمالېدل، لکه نالکسون، بپرونورفین، نالتریکسون او میټاډون. د دې درملو بیه ډېره لوړه ده."

که څه هم تر دې مهاله د اوورډوز له امله په افغانستان کې د مړينې اندازه نه ده معلومه، خو په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو چارواکو ته څرګنده شوې چې د بې‌وزلۍ له امله معتادینو ته په منظم ډول مشخص یا د دوی د خوښې نشه يي مواد نه رسېږي، ځکه نو دوی ګډوډ نشه يي مواد استعمالوي چې دا وضعیت په معتادینو کې ورځ په ورځ د اوورډوز کچه لوړوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG