د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

ملګرو ملتونو له کیمياوي نشه‌يي موادو سره د مبارزې لپاره نړیوال ایتلاف جوړ کړ


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وايي چې له کیمياوي نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره يې نړیوال ایتلاف جوړ کړ.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید له کموالي سره، مافيايي ډلو تر بل هر وخت کیمياوي نشه يي موادو ته ډېر پام اړولی، د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو د وزير په وينا، د دې ډول نشه يي موادو قاچاق اسانه، خو زیان يې څو برابره خطرناک دی.

د کیمياوي نشه يي موادو د روغتيايي او امنيتي ستونزو ډېرېدو ته په کتو سره، ملګرو ملتونو له دې ډول نشه يي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف جوړ کړ، د دې ایتلاف غړو هېوادونو او سازمانونو له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره نوي هدفونه اعلان کړل.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن په نيویارک کې د دې ایتلاف په لومړۍ غونډه کې وويل، امریکا به د کیمیاوي نشه يي موادو د تولید، قاچاقو او استعمال سره مبارزه کې له خپلو ټولو سرچینو او امکاناتو څخه کار واخلي.

بلېنکن: "د نشه يي موادو په قاچاقو کې ښکېلو جرمي ډلو زموږ له خلاوو څخه استفاده کړې ده، په نوو لارو چارو سره د نشه يي موادو نوي ډولونه نوو ځايونو ته وړي، د نړۍ په هره سيمه کې کیمياوي نشه يي مواد د پام وړ ډېر شوي دي، لکه په افريقا کې ټريماډول، په منځني ختيځ کې نشه يي ګولۍ او اسيا کې اراموونکي درمل او ښیښه. د ملګرو ملتونو د راپور له مخي، دا مهال په اسيا کې د کیمياوي نشه يي موادو تجارت اوج ته رسېدلی دی. موږ د دې ستونزې جديت ته په کتو سره له نشه يي موادو سره د مبارزې ایتلاف جوړ کړ او دا مبارزه پياوړو اقداماتو او نړیوالې همغږۍ ته اړتیا لري."

دا نوی ایتلاف وظیفه لري چې د خپلو غړو هېوادونو او سازمانونو پالیسۍ او فعالیتونه همغږي کړي، یو له بل سره معلومات شریک او له ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره په ګډه د ځمکې، هوا او سمندري پولو د څارنې له لارې د کیمياوي نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي.

د امریکا متحده ایالتونه سږکال د ډسمبر په مياشت کې د کیمياوي نشه يي موادو د روغتيايي او امنيتي ګواښونو د روښانه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته یوه لایحه وړاندې کوي، د ټکنالوژۍ له شرکتونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيسي او هغه ويب پاڼې هم وتړي چې له دې لارې د نشه يي موادو موادو تجارت کېږي.

د ملګرو ملتونو په يوه تازه خپاره شوي راغلي چې کیمياوي نشه يي مواد، په تېره بیا د افغانستان د ښیښې تولید په بې ساري توګه ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې مشره مېرمن 'ګاډا ويلي' وايي، که څه هم په افغانستان کې د هيرويينو تولید کم شوی دی، خو تر ټولو خطرناک وضعیت دا دی چې، ځای يې د ښیښې تولید نيولی او د وخت په تېرېدو سره ډېرېږي.

هغې ویلي: "ښیښه یو ډول کیمياوي نشه يي مواد دي چې په نړۍ کې ښه ډېر جوړېږي. په نړۍ کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه د ۲۰۲۳ کال د راپور له مخي، په تېرو شپږو کالو کې د دې ډول نشه يي موادو نيول شپږ برابره ډېر شوي دي. 'یو این او ډي سي' په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د ښیښې په اړه تازه راپور خپور کړ او دا راپور ښيي چې، د هيرويينو په جوړولو کې له کموالي سره سره د ښیښې جوړول ډېر شوي دي. "

يوازې په روان ميلادي کال کې په امریکا متحده ایالتونو کې تر یو لک ډېر انسانان د کیمياوي نشه يي موادو د استعمال له امله مړه شوي دي.

که څه هم په افغانستان کې د کیمياوي نشه يي موادو د استعمال له امله د مړينې شمېر نه دی څرګند، خو د معتادینو د درملنې مرکزونو معلومات ښيي چې په وروستيو کلونو کې ډېری معتادینو د نشه يي بوټو پر ځای کیمياوي نشه يي موادو، په تېره بیا ښیښې ته مخه کړې ده.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG