د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

ملګري ملتونه: د نشه يي موادو د قاچاقو پيسې تر ډېره حده د حوالې سيسټم له لارې لاس پر لاس کېږي


د طالبانو یو امنیتي کس د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - تصویر له ارشیفه
د طالبانو یو امنیتي کس د کوکنارو د فصل اړولو پر مهال - تصویر له ارشیفه

د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست پر پنځلسمه نېټه د افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدو سره له نورو کورنیو ستونزو تر څنګ، د بانکدارۍ او افغانستان او نړۍ تر منځ د پيسو د لېږد نظام هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

که څه هم په افغانستان کې د حوالې سيسټم له پخوا څخه رواج و، خو په وروستیو کلونو کې يې ډېره وده موندلې ده.

اوس ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې د حوالې سيسټم له لارې د تورو پيسو سپينول او لېږل ډېر شوي دي، د نشه يي موادو قاچاق کوونکي، رانيوونکي، خرڅوونکي او بزګر ټول د دې سیسټم له لارې خپلې پيسې تبادله کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې کارپوه او ملګرو ملتونو پخوانی کارکوونکی حامد عزيز وايي چې، په افغانستان کې پر مالي سيسټم د څارنې د کموالي له امله د حوالې سيسټم له لارې د تورو پيسو لېږل ډېر شوي دي.

د کابل شهزاده سرای، چې په افغانستان کې د پیسو د حوالې تر ټولو مرکز ګڼل کیږي
د کابل شهزاده سرای، چې په افغانستان کې د پیسو د حوالې تر ټولو مرکز ګڼل کیږي

ښاغلی عزیز وایي:

" څومره چې له رسمي بانکونو څخه د تورو پيسو د سپينولو لپاره کار اخيستل کېږي، په هماغه اندازه د حوالې له سيسټم څخه هم کار اخيستل کېږي. زه فکر نه کوم چې طالبان دي دا سيسټم دومره کنټرول کړي، دا اوس هم ډېر صرافان عملا د کابل په سرای شاهزاده، د هرات په خراسان مارکېټ او فراه ولایت کې د لویو قاچاق کوونکو لپاره کار کوي او د نشه يي موادو پيسې لېږي. "

په افغانستان کې څو صرافانو د ملګرو ملتونو راپورټر ته ويلي چې، څو لوی قاچاق کوونکي هم د حوالې سيسټم رهبري کوي او د دې سيسټم په وسيله د نشه يي موادو د کاروبار له لارې لاس ته راغلي تورې پيسې سپينوي.

د حوالې سيسټم دا مهال په افغانستان، پاکستان، ایران او منځني ختيځ په څو هېوادونو کې رواج دی. خلک اوس پيسو ته د بېړنۍ اړتیا او اسانه مالي معاملاتو لپاره له دې سيسټم څخه کار اخلي.

مالي کارپوهان که څه هم د حوالې په سيسټم کې قانوني ستونزي، خو په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان د بانکدارۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی، د حوالې سیسټم ګټور بولي.

اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي
اقتصادي کارپوه، اذرخش حافظي

مالي او اقتصادي کارپوه اذرخش حافظي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

" د پېژندلو شویو بانکونو نشتوالی د صرافیو د ودې لامل شوی دی، خو دا چې پر صرافيو د تورو پیسو د سپينولو تور لګول کېږي، په نړۍ کې لوی بانکي موسسات هم شته چې دا کار کوي، خو د صرافيو زیان دومره نه دی لکه ګټه چې يې ډېره ده. په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې زموږ د صادراتو او وارداتو اسانتیاوي د همدې صرافانو له لارې برابرېږي. "

پخواني حکومت په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د صرافانو او حوالې سيسټم د ثبت پروګرام پيل کړ، هغه مهال څرګنده شوه چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو حوالو زر مرکزونه فعالیت لري، خو اوس چې په افغانستان کې د بانکدارۍ په برخه کې ستونزې ډېرې شوي، معلومه نه ده چې په دې هېواد کې به دغه ډول څو مرکزونه فعال وي؟

د دغه راپور غږیزه بڼه هم د دې لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG