د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

ملګرو ملتونو په کابل کې د کوکنارو د بديلو مرستو د جذب یو کاري ټيم جوړ کړی


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې او بزګرو لپاره د بدیل معیشیت په برخه کې د مرستو جلبولو یو کاري ټيم جوړ کړی دی.

په پام کې ده چې ملګري ملتونه تر راتلونکي میاشتې پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاقو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د دې راپور تر خپرېدو مخکې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت ښه ډېر کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو استازې مېرمن روزا اوتونبایوا د دې سازمان د امنیت شورا غونډې ته وويل، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو له امله زرګونه کورنۍ بېوزله شوي دي، له همدې امله دوی هڅه کړې چې له بزګرو سره د مرستو زمینه برابره کړي.

هغې وویل: "د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره به سږکال د اکټوبر په میاشت کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه بشپړه جزییات وړاندې کړي. نړۍ کولای شي چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو له پرېکړې څخه ګټه واخلي، دا هغه پرېکړه ده چې په افغانستان کې يې د زرګونو بزګرو د ژوند وضعیت زیانمن کړی دی. یوناما په کابل کې د څو هېوادونو یوه کاري ډله جوړه کړې او غواړي له بزګرو او نورو هغو ميلینونو افغانانو سره ځانګړي مرستې وکړي چې په ګاونډيو هېوادونو کې د نشه يي موادو د غوښتنې له امله معتاد شوي دي."

یوې برتانوۍ موسسې السيس سږکال د جوزا په مياشت کې د یوې سروې پايلې اعلان کړې او ويې ويل، يوازې په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت له زرګونو هيکټارو څخه یو زرو هيکټارو ته راټيټ شوی، خو د دې موسسې یو بل راپور چې یوه میاشت مخکې خپور شو وښودله چې، برعکس د افغانستان په نورو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

تېره میاشت د نشه يي موادو په اړه په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ تر خبرو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نشه يي موادو د ګواښونو لرې کولو لپاره له طالبانو سره خبرو ته کېني.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه تخنيکي ټيم تازه د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېر سره کتلي او له هغه څخه يې د بزګرو لپاره د بديل کښت په برخه کې د بهرنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین ابراهیم ازهر د کوکنارو د بديل کښت او نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د بهرنیو مرستو بیا پيلېدل یوه اړتیا بولي، خو پر دې خبره هم ټينکار کوي چې، د بديل معیشیت پروګرام عملي کول یوه قانوني حکومت ته اړتیا لري.

هغه وویل: "دا چې په افغانستان کې بېوزلي ډېره او د کوکنارو له کښت او نشه يي موادو جوړولو سره د دوه ميلیونو خلکو ژوند تړلی دی، د بديل معيشیت پراخ پروګرام او قانون حاکمیت ته اړتیا ده، کله چې یو پياوړی ملي حکومت راغی، باید دا حکومت حاضر وي چې د نړۍ غوښتنو ته جواب ووايي."

د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو د فرمان اوولس میاشتې کېږي او په دې فرمان کې د بزګرو لپاره د بديل کښت په برخه کې پر مرستو ټينګار شوی دی، خو د طالبانو حکومت تر دې مهاله بزګرو ته د کوکنارو بديل کښت نه دی ورکړی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیم لېنک

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG