د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت؛ یورایشیا ریویو: تر ډېره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي


په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

ګارډین:

ګارډین د افغانستان د تعلیم په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې دا لیکنه د بشري حقونو د څار ډلې د هغه راپور په استناد خپره کړې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو.

د بشري حقونو د څار ډلې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز د دې سبب شوی چې ناپوهه نارینه اوس هلکانو ته درس ورکوي، لږ مضامین ورته تدریسوي او د زده کړو په وخت وهل ټکول کوي.

په دې راپور کې دا سازمان دا خبره هم کوي چې په دې ډول د افغانستان د پوهنې سیستم ته نه جبرانېدونکی زیان اوړي.

ګارډین ورځپاڼه وړاندې لیکي، افغانستان له وچکالۍ سره مخامخ دی، اقتصادي وضعیت په‌کې خراب دی او هغه ماشومان چې د کار په ځای درس ته ځي هغوی هم له فشارونو سره په‌کې مخامخ دي.

ورځپاڼې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه لیکلي چې په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه ډېر افغانان سمدستي مرستو ته اړتیا لري چې شپږ میلیونه یې له قحطۍ یو ګام شاته دي.

یورایشیا ریویو:

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې، یورایشیا ریویو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت په اړه په یوه مقاله کې لیکلي چې تر ډېره ښځې او ماشومان اغېزمن شوي دي.

خپرونه وړاندیز کوي چې له افغانانو سره بېړنۍ بشري مرستې تر یوه بریده دا ستونزې راکمولی شي.

د خپرونې لیکوال په دې مقاله کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د حقونو پر مسئلې تمرکز کړی او لیکي، د نجونو پر زده کړو بندیزونه او د ښځو په ټولنیزو فعالیتونو کې مداخله د یوه هېواد پر پرمختګ منفي تاثیر کوي.

طالبانو چې کله د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیوه، له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو زده کړې تر ثاني امر پورې بندې کړې، بیا یې پروسږ کال په ډسمبر کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

یورایشیا ریویو لیکي، دا د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغانستان ستونزو ته ځواب ووایي.

یورایشیا ریویو وړاندیز کوي چې نړیوال باید په ډیپلوماتیکو مسایلو، د بشري مرستو په راغونډولو او د افغانستان په پرمختګ کې دخیل وي، ځکه چې د خپرونې د لیکوال په باور ګدې هڅې ډېرې مهمې دي چې د دې مخنیوی وکړي چې افغانستان په یوه ژور بحران کې ښکېل نه شي چې د دې هېواد او د ګاونډیو هېوادونو خلک له ستونزو سره په‌کې مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG