د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د ۱۴۰۲ ښوونیز کال بشپړېدل؛ له شپږم ټولګي ځینې فارغې نجونې په سرو سترګو کورونو ته ستنې شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

په افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال په بشپړېدو سره د شپږم ټولګیو یو شمېر فارغې نجونې وايي، تر وروستۍ ازموینې وروسته د خوشحالۍ په ځای په سرو سترګو کورونو ته ستنې شوي دي.

له شپږم ټولګي فارغه شوې د کابل اوسېدونکې کاینات وايي، د طالبانو حکومت د یندیز له امله نور نو نه شي کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "مونږ د ازموينو وروستۍ ورځې ډېرې په سختۍ او سترس تېرې کړې، ټولو ژړل چې نورې زدکړې نه شو کولى، خو بيا هم ښوونکو مونږ ته تسلي راکوله چې کېداى شي اووم ټولګى پيل کړئ."

کاینات وايي، هیله یې درلوده چې ډاکتره شي او په خبره یې خپل جګړه ځپلې هېواد ته خدمت وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر نجونو له شپږم ټولګې پورته زده کړې بندې کړي دي.

د کابل د يوه ښوونځي ښوونکې فاطمه صديق وايي، د خپلو د نجونو زده کوونکو دې ناهیلي حالت چې نور نه شي کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ډېره ځورولې ده.

هغه وايي: "زما لپاره دا ډېره د مايوسۍ او ناامېدۍ خبره ده چې زمونږ اناث زده‌کوونکې دا دوه کاله نه‌شي کولى خپلو زدکړو ته دوام ورکړي او په سرو سترګو له مونږ څخه خداى پاماني اخلي. زه خپله يوه مور يم چې درې لوڼې مې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري امتحانونه ټولو په ډېر تشويش پاى ته ورسول. زما د زده‌کوونکو پر سترګو کې ډېره نااميدي وه. څنګه خپلو زده‌کوونکو ته ډاډ ورکړو چې دوه کاله وشول د حکومت يوه وعده هم عملي نه‌شوه."

پرون د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونیز کال وروستۍ ازموینې واخیستل شوې.

له شپږمو ټولګي فارغې شوې نجونې زده کوونکې او ښوونکې یې د طالبانو له حکومت غواړي چې پر دوی لګول شوی د زده کړو بندیز لرې کړي.

د ازادي راډیو خبریال په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت، خو ځواب یې ورنه کړ.

خو تازه د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي د پنجشنبې په ورځ يوه غونډې ته د ښوونځیو بند پاتې کېدل د خلکو او طالبانو د حکومت تر منځ د واټن رامنځته کېدو لوی عامل وباله او د خلکو نارضایتي ته د رسېدلو لپاره یې د دغه بندیز په لرې کېدو ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزی

هغه وویل: "کوم کسان چې د خپلو شخصي خواهشاتو په خاطر یا څه نور عوامل په کې وي د هغو په خاطر باندې بعضې وختو کې مخالفت کوي له علم سره، زه فکر کوم چې دا یوه لویه جفا ده د دې ملک له بچیانو سره."

نوموړي وویل، په مسوولانو غږ کوي چې د علم دروازې د ملک د ځوان نسل پرمخ پرانېزي.

ستانکزي مخکې تر دې هم ورته څرګندونې کړې دي.

د طالبانو حکومت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یعنې یو کال مخکې نجونې په پوهنتونونو کې هم له لوړو زده کړو راوګرځولې.

د دوی دې تصمیمونو او پر ښځو او نجونو د کار د ممنوعیت په ګډون نورو بندیونو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو د طالبانو حکومت تراوسه خپلې دا پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG