د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

په پټه محرومو افغان نجونو ته د زده کړو ورکول؛ یو الماني بنسټ د دې ښوونځیو مسوولانو ته جایزه ورکړه


ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو کورنی ښوونځی
ارشیف: په افغانستان کې د نجونو یو کورنی ښوونځی

اکسل اسپرينګر شرکت خپله د زړورتیا جایزه هغو ناپېژاندو اتلانو ته ورکړه چې په افغانستان کې د پټو ښوونځیو له لارې له زدکړو منع شویو نجونو ته زدکړې ورکوي.

د اکسل اسپرينګر په نوم یوې آلمانۍ رسنۍ او د ټکنالوژۍ شرکت په افغانستان کې د پټو کورنيو ښوونځیو مسوولانو ته د دغه شرکت د زړورتیا جایزه ورکړه.

د پنجشنبې په ورځ اکسل اسپرينګر په افغانستان کې د پټو ښوونځیو مسوولان ناپېژانده اتلان وبلل.

ياد سازمان ویلي چې د اکسل اسپرينګر ازادۍ بنسټ د زړورتیا جایزه ګټونکي د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې لپاره په ډېرو سختو شرایطو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

دغه سازمان ویلي چې دغه ناپېژانده اتلان د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې په درېدو سره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د زړورتیا دغه جایزه باید د ګټونکي په نشتون کې په ناڅرګند ډول ورکړل شوې وای.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د یو شمېر کورنیو ښوونځیو مسوولان وايي چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره سره له زده کړو بې برخې نجونو ته زده کړې ورکوي.

د دغو کورنیو ښوونځیو یوه مسوول چې څه موده وړاندې یې په کابل کې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته يو پټ ښوونځى جوړ کړى او نه غواړي نوم یې دې راپور کې ياد شي، ازادي راډیو ته وویل: "نه‌شو کولای چې په ازاده توګه زده کړې ورکړو. نجونې چې راځي له ځانه سره د ښوونځي کتابونه نه راوړي، دوی له قرآن شریف سره ښوونځي ته راځي، ځکه که څوک دوی په لاره ودروي او پوښتنه وکړي، یو دلیل ولري، ځکه چې په افغانستان کې مدرسې نه دې تړل شوي او نجونې ورځي. کله چې نجونې په ښوونځي کې راغونډېږي وېرېږو چې د اسلامي امارت پام وانه‌وړي او ښوونځی ونه تړي."

په تخار کې د يوه بل کورني ښوونځي مسوول چې د نوم له څرګندولو يې ډډه وکړه ازادي راډيو ته وويل: "ډېری ستونزي د امنیت په برخه کې دي. واکمن حکومت پر زده کړو بندیز لګولی او موږ د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده، خو موږ په خپل هوډ سره دوام ورکوو. دویم ګام اقتصادي ستونزې دي، نجونو ته د ښوونځي د موادو د برابرولو او یا په څو ځایونو کې د استازولۍ د جوړولو یا د کور یا کوټې د کرایې کولو لپاره هېڅ زمینه نه‌ده برابره."

که څه هم دغه کسان د دې جایزې هرکلی کوي، خو وايي چې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

یوې ښځې چې د نجونو لپاره یې د کورنى ښوونځی او د لاسي صنایعو د روزنې ورکشاپ جوړ کړی ازادي راډیو ته وویل: "اصلاً د داسې سازمانونو له خوا زموږ ملاتړ نه دی شوی. که څه هم ځینې ملګري خبر دي، خو هېڅ څوک ان زموږ د ښوونځي او زده کوونکو لیدو ته نه دي راغلي او زموږ ملاتړ یې نه دی کړی."

د اکسل اسپرينګر د ازاد بنسټ د زړورتیا جایزه ګټونکي ډېرى هغه کسان دي چې په خپلو هېوادونو کې یې د سر له ګواښ سره د ډیموکراسۍ او آزادۍ لپاره استثنایي مرستې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نسکور شوي جمهوریت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره او د روادارۍ د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر د چهارشنبې په ورځ د فریډریش ایبرټ بنسټ له خوا د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه ترلاسه کړه.

د نسکور شوي جمهوریت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره او د روادارۍ د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر
د نسکور شوي جمهوریت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره او د روادارۍ د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر

د فریډریش ایبرټ بنسټ چې له څو لسیزو راهیسې په اروپايي ټولنه کې د عدالت او ډیموکراسۍ په برخه کې فعال دی، مېرمن اکبر د سلواغې په شلمه د دې جایزې ګټونکی اعلان کړه.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنۍ وروسته، د نورو محدودیتونو ترڅنګ، نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته له تلو او پوهنتونونو کې له زده کړو هم منع کړې دي.

سربېره پردې ښځې اجازه نه لري چې پرته له څو په ګوتو شمېر دفترونو په دولتي او غیردولتي دفترونو کې کار وکړي.

خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG