د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

د روسیې تحصیلي بورسونو ته یو شمېر بریالي شوي افغانان: طالبانو مو پاسپورټونه اېسار کړي، سفر ته مو نه پرېږدي


له ارشیفه یو سمبولیک تصویر، د افغانستان پاسپورټ
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر، د افغانستان پاسپورټ

یو شمېر نارينه او نجونې محصلان چې په دې وروستیو کې یې له روسیې څخه تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي، ادعا کوي چې د طالبانو حکومت روسیې ته د دوی د تګ مخه نیولې ده.

دوی زیاتوي چې د طالبانو حکومت ورته ویلي دوی ته به اجازه ورنه‌کړي چې په روسیه کې چې یو "کفري" هېواد دی، زده‌کړې وکړي.

يادو محصلانو ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او لوړو زده‌کړو وزارتونو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دوی پاسپورټونه قيد کړي او بیرته یې نه ورکوي.

د دغو محصلانو له ډلې يې يو ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د روسیې له سفارت څخه د دوی پاسپورټونه چې وېزې هم په‌کې وې، د دوی له اسنادو سره اخیستي او ویلي یې دي چې محصلانو ته به یې ووېشي، خو د ده په وینا دا کار نه‌دی شوی.

هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

" سفارت موږ ته ویزه صادره کړه او زموږ پاسپورتونه یې د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه وغوښتل او ویې ویل چې موږ به یې پر محصلینو ووېشو، خو دوی له دوو میاشتو راهیسې زموږ پاسپورټونه ضبط کړي او نه يې راکوي. نن دوی پرېکړه وکړه او موږ ته یې زموږ تحصيلي اسناد چې راجستر شوي وو راکړل او ويې ويل پاسپورتونه یې تر امر ثاني ترڅو چې تاسو ټول د روسيې له پوهنتونونو منفک شئ، تاسو ته سپارو. د دوی دليل دا و چې تاسو يو کفري هېواد ته ځئ، له دې ځای به مسلمانان ولاړ شئ، خو هلته به کمونيست او کافر شئ. "

طالبانو څه موده مخکې دوبۍ ته د زده کړو لپاره د نجونو محصلانو د ورتلو مخه هم ونیوله، خو هغوی بالاخره دوبۍ ته ورسېدې
طالبانو څه موده مخکې دوبۍ ته د زده کړو لپاره د نجونو محصلانو د ورتلو مخه هم ونیوله، خو هغوی بالاخره دوبۍ ته ورسېدې

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم یو شمېر نجونې محصلانې له‌دې امله له تګ راتګ منع کړې وې چې محرم ورسره نه و.

خو د روسيې سکالرشيپونو ته يوه بله بريالۍ شوې ثنا وايي، دا ځل هغې او یو شمېر نورو نجونو ته ځکه روسیې ته د تحصیلي سفر اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د هغې په وینا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ورته ویلي، اجازه نه ورکوي چې په يوه کفري هېواد کې زده‌کړې وکړي.

ثنا ازادي راډیو ته وویل:

"څه موده وړاندې موږ سکالرشيپ ترلاسه کړ، کله چې لاړو، هغوى موږ ته وويل چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته ولاړ شئ، کله چې موږ وزارت ته لاړو، هغوى موږ ته اسنادونه راکړل، خو پاسپورټونه يې رانه‌کړل. مو يې لامل وپوښت، هغوی وویل چې موږ تاسو ته اجازه نه درکوو چې هلته لاړ شئ، هلته کافران دي، کله چې تاسو هلته لاړ شئ، تاسو به هم کافر شئ، نور يې هیڅ ونه ویل، یوازې يې دا دليل وړاندې کړ."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل او د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیا هاشمي د دغه راپور تر خپرېدو پورې د دې ادعاو په اړه چې د روسيې بورسونو ته د څو برياليو شويو محصلانو مخه يې نيولې، د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ويلی.

د طالبانو حکومت له‌دې مخکې هم د شرعي محرم د نه‌درلودو له امله دوبۍ ته د نجونو محصلانو د يوې ډلې د تګ مخه نيولې وه، خو وروسته بیا له دغو نجونو څخه یوازې ۵۵ یې دوبۍ ته رسېدلې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې او یو شمېر نارینه محصلانو هم د اقتصادي ستونزو له امله خپلې زده‌کړې پرېښي دي.

د نړۍ یو شمېر هېوادونه او پوهنتونونه هر کال د ځوانانو لپاره محدود سکالرشیپونه اعلانوي، خو ظاهراً سږ کال دا ډول فرصت له ځینو ځوانو افغانانو څخه اخېستل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG