د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

پاکستان نه د افغان کډوالو اېستل؛ د محصلانو برخلیک به څنګه شي؟


تصویر له ارشیفه، پېښور پوهنتون
تصویر له ارشیفه، پېښور پوهنتون

له پاکستان څخه د افغان کډوالو په را اېستلو کې ډېری هغه افغان محصلان هم شامل دي چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونو کې يې زده‌کړې کولې.

افغانستان ته يو شمېر تازه راستانه شوي دا محصلان وايي، دوی د خپلو زده‌کړو په اړه له نامالوم برخليک سره مخ دي.

سهېل چې په پاکستان کې د طب پوهنځي محصل و، ازادي راډيو سره يې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنه داسې شريکه کړه:

"ما خپله هلته د طب پوهنځي پيل کړی و، ډېر په خوارۍ او زحمت مې تر يو ځای رسولی و، بې‌وزلي هم وه، سختې، تنګې او لوږې مو پر ځان تېرې کړې. اوس چې افغانستان ته راغلو له يو نامالوم برخليک سره مخ يو، موږ د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې اوسېږو، د ليلې ستونزه ده، له هغه ځای چې ښار ته ځو، اقتصاد مو دومره توان نه‌لري چې تګ راتګ وکړو، کاروبار نه‌شته، وضعيت ګډ وډ دی."

عبدالقادر بل هغه افغان محصل دی، چې تازه له پاکستان راستون شوی دی او وايي، سم‌لاسي د کاري زمينې نه‌شتون، د پوهنتونو ترمنځ د کريکولم تغيرات او پوهنتون ته نه رسېدنه به ترې نورې زده‌کړې پاتې کړي.

هغه ازادي راډيو ته وايي:

" زما په کراچۍ پوهنتون کې پنځم سمېستر و، په زوره را و ايستل شولو، اوس راڅخه زده‌کړې نيم‌ګړې پاتې شوې. زما د يو تره زوی چې هلته يې اوس‌مهال ازموينې شروع وې، هغه ترې نيمايي کې پاتې شوې، نن يې کډې وکړلې او را روان دي."

له پاکستان څخه خپل هېواد ته تازه ستانه شوي افغان کډوال
له پاکستان څخه خپل هېواد ته تازه ستانه شوي افغان کډوال

د پاکستان موقت حکومت له‌خوا دغه هېواد کې ناقانونه کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پرون پای ته ورسېد، په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت مطبوعاتي دفتر نن په خپل واټسپ ګروپ کې لیکلي، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یوازې د تورخم له لارې شا او خوا یو لک او پنځوس زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

دا چې د طالبانو حکومت تازه راستانه شويو محصلانو ته کومې اسانتياوې چمتو کړي دي او دوی به په کوم سيستم په پوهنتونو کې ومني، په‌دې اړه مو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د وياند ضياء هاشمي نظر وپوښت، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معين لطف‌الله خيرخواه تېره دوشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، ټول هغه افغان محصلان چې په زوره اېستل کېږي، دوی به يې سوابقو او تحصيلي اسنادو ته په کتو په اړونده ډېپارټمنټونو کې شموليت ورکړي.

خو نوموړي د راستنېدونکو نجونو محصلانو په اړه څه نه‌دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، ډېری هغه کورنۍ چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوالې شوې وې، ازادي راډيو سره يې په خبرو کې د خپلې کډوالۍ يو لامل خپلو نجونو ته د زده‌کړو د زمينې برابرول ياد کړي وو.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره دوی پر نجونو د منځنیو ښوونځيو زده کړې بندې کړې او د تېر زېږدیز کال په دسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو هم راوګرځولې.

دغه شان د نارینه زده کوونکو او محصلانو زده کړې هم له ستونزو سره مخ شوې، ځکه ډیر ښوونکي او استادان له افغانستان ووتل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG