د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ افغانستان کې ځینو خصوصي پوهنتونونو ورته وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ
ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي پوهنتون انګړ

د افغانستان په لوېدیځ او سوېل کې خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه ايستل شویو کډوالو ته تر ۷۵۰ ډېر وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي دي.

د افغانستان په لوېدیځ او سوېل کې خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه ايستل شویو افغان کډوالو ته د سلګونو وړیا سکالرشیپونو خبر ورکړ.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ۳۵۵ تحصیلي بورسونو هوکړه‌لیک د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ د هېواد په لوېديځه حوزه کې د ۱۲ خصوصي د لوړو زده‌کړو موسسو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شو.

د هرات د جامع خصوصي پوهنتون د فرهنګي چارو امر عزیز احمد محمدي ازادي راډيو ته وویل، یوازې د دوی پوهنتون ۶۸ تحصیلي بورسونه او د نویو راستنو شویو افغانانو لپاره ۱۰ د کار خالي بستونه په پام کې نيولي دي.

محمدي وویل: "جامع پوهنتون له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو ته ۶۸ وړيا بورسونه او دغه راز متخصصو کسانو ته لس کاري بستونه چې کاري وړتيا ولري، تحصيلي اسناد ولري او وکولی شي د جامع پوهنتون په روغتون کې کار وکړي، په پام کې نيولي دي ترڅو ترې ګټه پورته کړي."

د هلمند د ارکوزيا پوهنتون يو استازی نذير احمد رښتيني ازادي راډيو ته وويل، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د حكومت د كډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د كندهار او هلمند د ځينو خصوصي پوهنتونونو ترمنځ هم ورته هوکړه‌ليکونه لاسليک شول.

هغه وايي: "په دغه مجلس کې سبا د لوړو زده‌کړو موسسې، لمر د لوړو زده‌کړو موسسې، بېنوا د لوړو زده‌کړو موسسې او بست پوهنتون استازو ګډون کړی و. دوی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له وزير، د همدې وزارت له مرستيال او د همدې وزارت له مشاور سره مجلس درلودلی و. په دغه غونډه کې د لوړو زده‌کړو يادو بنسټونو د سلګونه بورسونو د اعلانولو لپاره يو هوکړه‌ليک له دوی سره لاسليک کړه، چې د ياد هوکړه‌ليک پر اساس به بېرته راستانه شوي کډوال د لوړو زده‌کړو لپاره جذبوي."

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دې هوکړې پر بنسټ به په هلمند او کندهار کې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته ۴۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي.

په اعلان شويو سکالرشیپونو کې د طب، حقوقو او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او ښوونې او روزنې پوهنځيو په ګډون بېلابېلې څانګې شاملې دي.

له پاکستانه ايستل شوي یو شمېر افغانان، چې زده‌کړې یې نیمايي پاتې دي، د دې اقدام هرکلی کوي.

له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 12, 2023
له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي افغان کډوال. November 12, 2023

په دې وروستیو کې له پاکستانه ايستل شويو دوو تنو کډوالو په دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړل.

راستون کړای شوي کډوال سهېل وویل: "شل ورځې شاوخوا کېږي چې د پاکستان له پېښور څخه راستانه شوي يو، زموږ لوړې زده‌کړې نيمګړې پاتې شوې، خو له‌ نېکه‌مرغه اوس خوښ يو چې حکومت دلته موږ ته هم د زده‌کړو زمينه برابره کړې ده او بستونه يې اعلان کړي دي. افغان راستانه شوي کډوال کولی شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي."

یو بل راستون کړای شوي کډوال عبدالقادر وویل: "ډېر ښه اقدام دی او د حکومت له اړخه يوه لويه همکاري ده افغان ولس سره. ترڅو هغه محصلان چې د پاکستان له څلورو ولايتونو څخه راغلي دي او درسونه يې نيم‌ګړي پاتې شوي دي خپلې زده‌کړې وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې له پاکستانه راستانه شويو یو شمېر کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو زده‌کړو د نیمايي پاتې کېدو په اړه اندېښمنه ښودلې وه.

په پاکستان کې يو شمېر افغان ښځينه زده‌کوونکې چې په دغه هېواد کې په زده‌کړو بوختې دي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو او له زده‌کړو بې‌برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو او په پوهنتونونو کې د تحصيل حق نه‌لري.

پاکستان اعلان کړی، چې په لومړي پړاو کې به له ۱.۷ میلیونو څخه زیات بې‌اسناده افغان کډوال وباسي او د طالبانو د حکومت د شمېرو له‌مخې له دوی څخه تر ۳۰۰زره ډېر افغانان بېرته راستانه شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د غبرګونونو په دوام، د هالیووډ مشهور فلم جوړوونکې او اداکارې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ پخوانۍ سفیرې انجلینا جولي ويلي، د افسوس ځای دی چې افغان کډوال بېرته هغه ځای ته استول کېږي، چېرته چې ښځې د زده‌کړو په ګډون د خپلو ټولو اساسي حقونو څخه بې‌برخې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG