د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د افغاني بوټانو سوړ بازار؛ د تولیدوونکو شکایتونه او غوښتنې څه دي؟


جوزجان کې د بوټ تولیدولو یوه کارخونه- ارشیف
جوزجان کې د بوټ تولیدولو یوه کارخونه- ارشیف

په کابل کې د بوټانو د یوې کارخونې خاوند محمد طارق وايي، د دوى کارو بار ښه نه دى او په هېواد کې دننه یې تولیداتو ته ښه بازار نشته.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د اسلامي امارت (طالبانو) له راتګ راهیسې هیڅ ډول ملاتړ نه دی شوی او کورني تولیدات سخت زیانمن شوي دي، ځکه بوټان، کرمچ او څپلۍ او بوټان له ایران او پاکستان څخه په ډېره ارزانه بیه واردیږي، یوه لاره شته، چې په بهرنیو وارداتو مالیه زیاته شي، که نه نو کورني تولید به سقوط وکړي."

په هرات ولايت کې د بوټانو د تولید د يوې کارخانې خاوند عبدالوهاب اميني هم ورته شکايت لري وايي، دوی خپل تولیدات او کارګران کم کړي.

امیني زیاتوي:

"دا څو لاملونه لري: لومړی، دا چې د هغو خامو موادو ګمرکي محصول چې هېواد ته داخلېږي، لوړ دی، دویم دا چې د بوټانو ګمرکي محصول چې افغانستان ته واردېږي کم دی مونږ زېانمن کېږو، نشو کولى له نورو ملکونو سره سيالي وکړو مخکې مو په ورځ کې اتيا جوړه بوټان توليدول اوس لس جوړې تولیدوو."

د افغانستان د بوټانو د تولیدوونکو ټولنه دغه ستونزې تاییدوي او وايي چې په تېرو دوو کلونو کې تر نیمايي ډېرې د بوټانو کارخانونې تړل شوي او څه باندې درې زره کارکونکي هم وزګاره شوي دي.

د دې ټولنې مشر محمد اصف جامي ازادي راډيو ته وویل، چې د پاتې کارخانو کاروبار هم په درېدو دى.

جامي وایي:

"د بوټانو تولید ورځ په ورځ کمیږي. په افغانستان کې چې پخوا مو له ۶۵۰ څخه زیاتې د بوټو کارخانونې درلودې، اوس مهال له ۳۰۰ څخه کمې پاتې دي، چې هغه هم ډیری یې فعالې نه دي. ۴۰ ورځې کېږي، چې د سوداګرۍ وزارت له وزير سره مې د ليدلو وخت غوښتی،څو ستونزې ورسره شريکې کړم خو تر اوسه د لیدلو زمینه نه ده برابره شوى."

د افغاني بوټانو ځینې بېلګې- تصویر له ارشیفه
د افغاني بوټانو ځینې بېلګې- تصویر له ارشیفه

نوموړى دا هم وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې د بوټانو جوړولو د صنعت ډېر ماهر کارګران له هېواده وتلي او د سیمې هېوادونو ته تللي دي.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دغه راپور تر خپرېدو پورې د بوټانو د تولیدونکو کارخونو د خاوندانو د ستونزو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه کړې.

خو نوموړي تر دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو، چې د دوی حکومت له ټولو صنعتکارانو په ځانګړې ډول د بوټانو د تولید له صنعت ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې افغانستان د صنعتکارانو ټولنه هم د صنعتکارانو په ځانګړې توګه د بوټانو د تولیدونکوستونزې مني وايي چې، د دغو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره پر یوې تګلارې کار کوي.

د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافى وایي:

"زه د ټولو که د فابریکې څښتن وي او که کارګر وي شکايتونه منم، چې له ستونزو سره مخ دي، خو د ملاتړ لپاره یې له اسلامي امارت (طالبانو حکومت) سره په ګډه پر يوې تګلارې کار کوو، چې ټول صنعتکاران پر خپلو پښو ودرېږي او ټولو ته د کار کولو زمينه برابره شي."

په افغانستان کې د بوټانو د تولید د صنعت د رکود په اړه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زور هېواد ته راستنېږي او د کاري زمينو رامنځته کېدو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د صنعتکارانو د ټولنې مسوولین وايي، د صنعتکارانو د ستونزو په حل او د کورنیو کارخونو او فابریکو په ملاتړ سره به زرګونو وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG