د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د مېوو او سبزیو د خرابېدو وېره؛ ځینې افغان بڼوال او بزګران د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: په کندز کې یوه سړه خونه
ارشیف: په کندز کې یوه سړه خونه

یو شمېر افغان باغ لرونکي او کروندګر په افغانستان کې د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي.

د تورخم لارې له شاوخوا لسو ورځو بندېدو او د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت د مېوو، سبزیجاتو او سوداګرۍ توکو د خرابېدو وروسته یو شمېر افغان باغ لرونکي، کروندګر او سوداګر د خپلو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي.

د ننګرهار ولايت يو تن بزګر ذاکر، چې کرنيزې ځمکې او باغونه لري په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: ‌"موږ باغوانان له ډېرو ستونزو سره مخ يوو. دا مهال زموږ مېوې او سبزيجات ټول خراب شوي. رومي بانجان، انګور او مڼې له منځه تللي دي. دولت بايد زموږ د سبزيجاتو او مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي."

د بڼوالو له ډلې څخه محمود سلطاني وايي، یوازې هغه نه بلکې ټول باغ لرونکي په بدخشان کې د معیاري سړو خونو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه: "په بدخشان کې د دولت او موسسو لخوا معیاري او بنسټيزې سړې خونې نه دي جوړې شوي. ډېری وختونه کله چې باغداران خپل حاصلات راټولوي په ساتلو کې یې ستونزې لري او په پای کې له منځه ځي."

يو شمېر سوداګر چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله يې د تازه مېوو او سبزيو په ګډون تول مالونه خراب شوي هم ورته شکايت لري.

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ په تازه مېوو او سبزیو بار موټرې جلال‌اباد ته ستنې شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

افغان سوداګر یمین ازادي راډیو ته وویل: "که موږ سړې خونې درلودې او خپل مال مو په کې ساتلى واى، نو دا ورځ به مو نه لیده. د بېلګې په توګه موږ کولای شوای خپل انګور او مڼې په سړو خونو کې وساتو او دوه یا درې میاشتې وروسته یې په خپل هېواد کې وپلورو."

یو بل سوداګر رفیع‌الله وايي: "په تېرو څو ورځو کې اووه ميليونه افغانۍ زيان رااوښتى دى. که موږ معياري سړې خونې درلودې، کله چې د تورخم دروازه بنده شوې وه، موږ به خپل مال هلته ساتلی واى او د غلام خان له لارې به مې هېڅ نه و صادر کړي، ځکه ډېر لګښت پرې راځي."

په همدې حال کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې هم دغه ستونزې تاييدوي او وايي چې په وار وار يې دغه ستونزه له پخوانيو او اوسنيو حکومتونو سره مطرح کړې ده.

د دې خونې مرستیال اختر محمد احمدي د تورخم په لاره کې وروستیو ستونزو ته په اشارې سره د کابل په بندرونو او دروازو کې د سړو خونو او معیاري او سټنډرډ پارکونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

احمدي وویل: "د ښاغلي کرزي د حکومت له وخت څخه تر اوسه پورې موږ د کابل په دروازو او بندرونو کې په ځانګړي ډول له پاکستان سره په بندرونو کې د معیاري سړو خونو د جوړولو غوښتنه کړې، ان داسې سړې خونې چې د لس زره ټنو ظرفیت ولري. که کومه ستونزه پیدا شي موږ خپل مالونه او تولیدات په سړو خونو کې کېږدو څو له ستونزو خلاص شو."

یو شمېر افغان سوداګر او مسوولان وايي، په تېرو لسو ورځو کې چې د تورخم لاره تړل شوې د دوی د مېوو او سبزیجاتو د خرابیدو له امله تر ۳۰ میلیونه ډالرو زیات زیان اوښتی دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د سړو خونو د جوړولو او د باغ لرونکو، بزګرانو او سوداګرو د غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د ویاند مستعین عمري نظر هم واخلي، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو یاد وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۵۰ وړې او لویي سړې خونې شته، چې په خصوصي سکتور، بزګرانو او دولتي ادارو پورې اړه لري او یو شمېر دغه سړې خونې اوسمهال غیرفعالې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG