د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

هلمند کې د تازه ګلانو پېر او پلور کم شوی دی


هلمند کې د تازه ګلانو یوه خونه
هلمند کې د تازه ګلانو یوه خونه

د پسرلي په راتلو سره د افغانستان په ډېری سيمو کې د چاپيريال او کورونو د ننه ښکلا لپاره خلک مېوه لرونکي نيالګي او ډول ډول ګلان اخلي.

خو په هلمند کې د تازه ګلانو او نیالګیو کاروباريان وايي، سږ کال یې پېردونکي کم دي.

له دې ډلې شیراغا ازادي راډيو ته وویل: "اوس فعلاً خو تر يو ګل ګلاب تېره بل شی داسې خاص نه وړي څوک. ليمو، نارج او يکلتوس درختې شته. نشته سږ کال هيڅ عايد نشته، د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری دی. وړي يې نه او بل نیالګي او ګلان هم يخ وهلي دي."

شیراغا هلمند کې د تازه ګلانو د ساتنې تودې او سړې خونې لري.
شیراغا هلمند کې د تازه ګلانو د ساتنې تودې او سړې خونې لري.

دا چې ولې په هلمند کې د ګلانو او نیالګیو اخیستل کم شوي، هلمندیان یې لامل اقتصادي ستونزې ګڼي.

د هلمند يو تن اوسېدونکي لعل محمد صفا ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به دولتي دفاترو کې د ښايست لپاره له ګلانو څخه استفاده کېدله او همدا راز شتمنو کسانو د خپلو کورونو د ښکلا لپاره له تازه ګلانو استفاده کوله. خو متاسفانه د خلکو اقتصادي وضعيت په هغه حالت پاتې نه‌دی، خلک پيسې نه‌لري، د دې پر ځای چې په طبيعي ګلانو پيسې مصرف کړي، مصنوعي ګلان ورته ارزان تماميږي او استفاده ترې کوي."

هلمند کې د تازه ګلانو یوه خونه
هلمند کې د تازه ګلانو یوه خونه

په هلمند کې د طالبانو د کرنې رياست په يوه خپره کړې اعلاميه کې د ياد رياست د مسؤل مولوي نظرمحمد صديقي په حواله ليکلي، چې سږ کال به هلمند کې پر خلکو يو لک او څلوېښت زره مېوه لرونکي او بې‌مېوې نيالګي ووېشل شي چې په‌کې زينتي بوټي او ګلان هم شامل دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره، ډېر خلک اوزګاره شوي، له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او خپلې لومړنۍ اړتیاوې هم په مشکل سره پوره کوي.

په دې سره ډېری هغوی چې ازاد کارو بار یې هم کاوه زیانمن شوي دي او پخوانی بازار نه دی ورپاتې، چې د ګلانو او نیالګیو پېرودنکي هم ترې بچ نه دي پاتې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG