د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د بازار نه‌شتون او بد اقتصادي وضعيت؛ هلمند او هرات کې د شاتو کاروبار کمزوری شوی


هلمند کې د شاتو د مچيو يو فارم
هلمند کې د شاتو د مچيو يو فارم

هلمند ولایت کې د شاتو مچيو د روزنې يو شمېر مسؤلين وايي، د تېرو کلونو په پرتله بازارونه پیکه شوي او فروشات کم لري.

د هلمند مرکز لښکرګاه څنګلوري ځنګل کې د شيراغا په نوم د شاتو مچيو د فارم يو مسؤل وايي، له تېرو اووه کلونو راهيسې د شاتو د توليد فارم لري، خو له دوو کلونو راهيسې د کار خونده ځکه نشته، چې د ده په خبره د خپلو تولید شویو شاتو لپاره مارکېټ نه‌لري.

"خرڅېده خو نو نه‌شته، د پروسږکال، وړم کال دا لا راته پراته دي

نوموړي ازادي راډیو ته وويل: "خرڅېده خو نو نه‌شته، د پروسږکال، وړم کال دا لا راته پراته دي، بازار نه‌لرو او بل موږ د بهر له عسلو څخه پازاب يو چې د پاکستان او ايران عسل راباندې راوړي. زموږ دا پراته دي چې ټول يې کړو بېرته يې په مچيو خورو، تېرو کلونو کې يې رانيول، د خلکو اقتصاد برابر و، اوس خلک ډېر سره لوېدلي دي، سږ کال بيخي فروشات نسته."

نوموړی وايي، د بازار د نه‌شتون له امله د تېر کال درې زره کيلو تولید شوي عسل ورسره په کور کې پراته دي.

شيراغا هلمند کې د شاتو د مچيو فارم لري چې ۱۶۰صندقه مچۍ يې د عسلو د توليد لپاره ايښي دي.
شيراغا هلمند کې د شاتو د مچيو فارم لري چې ۱۶۰صندقه مچۍ يې د عسلو د توليد لپاره ايښي دي.

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د مچيو د فارم يو بل روزونکی حاجي عزيز ناصري، چې لښکرګاه ښار کې د عسلو د پلور دکان هم لري وايي، سږ کال د عسلو اته‌نيم ټنه توليد لري.

نوموړی بیا وايي، دا چې د خلکو اقتصادي وضعيت کمزوری شوی، عسل په تیټه بیه پلوري.

نوموړي وويل: "تقريباً ۵۰۰صندوقه مچۍ لرو، زموږ د فارم سږ کال تقريباً اته‌نيم ټنه توليد لري، اقتصاد ضعيفه دی د خلکو. اوس موږ چې خلکو ته ورکوو دا ريحان په ۷۰۰افغانۍ ورکوو."

هلمند کې د شاتو د پلور يوه هټۍ
هلمند کې د شاتو د پلور يوه هټۍ

بل‌خوا په هرات کې د ګل‌غونچې په نوم د عسلو د یو فارم څښتنه وايي، له تېرو ۱۳کلونو راهيسې د عسلو کاروبار کوي، خو دا چې په ټوله کې بازارونه خراب شوي دي، د دوی کاروبار هم اغېزمن شوی دی.

"مخکې ما په مياشت کې تر ۳۰ او څلوېښت کيلو د عسلو فروشات درلودل

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "مخکې ما په مياشت کې تر ۳۰ او څلوېښت کيلو د عسلو فروشات درلودل، ولې اوس لس کيلو او ۱۵ کيلو فروشات لرم. په دې خاطر چې ډېری نارينه هم بې‌کاره شوي دي او ډېرې مېرمنې هم بې‌کاره دي. اقتصادي وضعيت له همدې امله خراب شوی دی. پر ځای د دې چې خلک عسل و پېري، وريجې رانيسي، غوړي اخلي او د اړتيا وړ لومړني توکي رانيسي."

په ټوله کې د عسلو کاروباريان وايي، له يوې خوا په هېواد کې بد اقتصادي وضعيت او بل خوا د مناسب او نړيوال بازار نه‌شتون د دوی کاروبار خرابه کړی دی.

غنچه ګل چې هرات کې د مچيو فارم لري او له تېرو ۱۳کلونو راهيسې د عسلو کاروبار کوي.
غنچه ګل چې هرات کې د مچيو فارم لري او له تېرو ۱۳کلونو راهيسې د عسلو کاروبار کوي.

خو د طالبانو په مشرۍ د هلمند د کرنې رياست مسؤلين وايي، سږ کال دغه ولايت کې د عسلو توليد کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی او دوی هڅه کوي چې مناسب مارکېټ ورته پيدا کړي.

د دغه ولايت د کرنې رياست مرستيال او کفيل مولوي زين‌الله زاهد ازادي راډيو ته په لیکلې بڼه راستول شویو معلوماتو کې ويلي، له تېرو څو کلونو راهيسې د کرنې رياست خلکو ته ۴۰۰ د شاتو مچيو فارمونه جوړ کړي دي چې اوس‌مهال په‌کې سلګونه کسان پر کار بوخت دي.

نوموړی وايي، تېر کال هلمند کې ۳۶.۷ ټنه شات توليد شوي دي خو سږ کال لا تر دې دمه د عسلو د توليد احصايه دوی نه‌ده ترلاسه کړې.

د يادونې ده چې په وروستيو کې ډېری فابریکو، خصوصي شرکتونو، سوداګريزو مرکزونو او متوسطو او وړو کارخونو او تولیدي فارمونو د خلکو د کمزوري اقتصادي وضعيت له امله خپلې چارې ځنډولي يا يې فعاليتونه کم کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG