د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

په کندهار کې د شاتو تولیدات زیات شوي


د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې د شاتو ۵۲ فارمونه جوړ شوي چې په‎کې هرکال زرګونه کېلو ګرامه شات توليدېږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسؤلين وایي چې د شاتو د مچيو صنعت د تېر خلاف اوس په کندهار کې وده کړې او هرکال زرګونه کېلوګرامه شات له همدې فارمونو څخه تر لاسه کېږي.

مسؤلين یې وایي، دا مهال د کندهار په بېلابېلو برخو کې په ۵۲ فارمونو کې د ۱۵۰ کسانو له‎خوا د شاتو زرګونه مچۍ روزل کېږي.

د کندهار د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمدالله نوري وايي چې سږکال تر دې مهاله له دغو فارمونو څخه ۱۸۰۰۰ زره کیلو ګرامه شات تر لاسه شوي او تمه ده چې د کال تر پایه دغه رقم ۶۰۰۰۰ زره کيلو ګرامه ته ورسېږي.

نوموړی وايي:

"په ۵۲ فارمونو کې موږ ۱۵۰کسانو ته د کار زمینه برابره کړې، شات مو منظم بسته بندي کړي، منظم مو صاف کړي دي او د دې مو اعلانونه راډیو ګانو ته ورکړي چې دا وطني شات دي."

نوري زیاته کړه چې د کندهاري شاتو معياري بسته بندي د دې لامل شوې چې په نړيوالو بازارونو کې هم خاص ځای او شهرت پېدا کړي.

نوموړی وایي چې دا مهال دوی د کندهار په بازارونو کې له بهره د واردېدونکو شاتو ۸۰ فیصده مخه نیولې.

پر همدې مهال په کندهار د شاتو خرڅونکي وايي چې د کندهار شات په کور دننه او بهر کې ښه بازار لري او د هېواد د نورو ولایتونو تر څنګ بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

دوی زیاتوي چې له بهره د واردېدونکو شاتو په پرتله کندهاري شات باکیفیته او ارزانه دي.

د کندهار د کرنې رياست د مسؤلینو په خبره چې د مچيو د روزلو د صنعت د پیاوړتیا لپاره یې د خپل وزارت څخه د شاتو د مچیو د روزنې د پراختیايي پروګرام له لارې نوې بودجه تر لاسه کړې چې په مټ به‎یې د دغه صنعت په اړه وړتيا لا زیاته او د نوو فارمونو جوړېدو ته به زمينه برابره شي.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG