د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

په کندز کې د شاتو د مچیو د کاروباریانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی


په کندز کې د شاتو د مچۍ
په کندز کې د شاتو د مچۍ

په دې وروستیو کلونو کې په کندز کې د شاتو د مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو د مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په دې ولایت کې د شاتو د مچیو لرونکي وايي چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو د مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ د اقتپې د سیمې اوسېدونکي ۳۰ کلن محمدالله وايي چې له ۴ کالو راهیسې یې د شاتو د مچیو روزنې ته مخه کړې او له کبله یې اقتصادي ستوزې هوارې شوې دي.

په کندز کې د شاتو مچۍ
په کندز کې د شاتو مچۍ

ده وویل:

"زه د شاتو د مچیو فارم لرم او له خپل کاروباره راضي یم، ځکه پخوا له سختو ستونزو سره مخ وم، خو د شاتو د مچیو په روزنې سره اقتصادي ستونزې مې هوارې شوي او له خپل ژونده راضي یم."

په نوموړي ولایت کې د شاتو د مچیو لرونکي وايي چې هر څوک کولی شي چې د شاتو مچۍ وروزي، ځکه ځمکه لرونکي او ځکمه نه لرونکي دواړه کولی شي چې د شاتو مچۍ وروزي.

په ورته وخت کې د کندز د خان اباد ولسوالۍ د چهار اسیاب د سیمې یو تن اوسېدونکی محمود خان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په روان کال کې د شاتو له مچیو ۲۰۰ کیلو خالص شات ترلاسه کړي دي.

ده زیاته کړه:

"د مچیو تولیدات ډېر ښه دي او زه هر کال د عسلو له مچیو په کافي اندازه شات ترلاسه کوم او بیا یې بازار ته وړاندې کوم او د خپل کور او د ژوند اړتیاوې له همدې لارې پوره کوم."

بل خوا د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاتو د مچیو د څانګې مسؤل فدامحمد هم وايي چې په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو د مچیو روزنې بې سارې وده کړې ده.

نوموړي وویل:

"موږ په کندز کې د شاتو د مچیو درې لوی کوپراتيفونه لرو او هر کوپراتيف څه باندې دوه زره د شاتو د مچیو کورنۍ لري او د پروسس ماشینونه هم لري او د شاتو د مچیو یوه کورنۍ په کال کې ۳۰ کیلو خالص شات تولېدوي او په کندز کې د شاتو مچیو ښه نتیجه ور کړې ده."

د معلوماتو پر بنسټ، د شاتو مچۍ خپل خوراک د صحرايي ګلانو لکه د سیچ، سنځلې، سپېلني، عکاسي او دغه راز د شکرو د ونو له پاڼو برابروي او په یو کال کې دوه ځلې حاصل ورکوي او اوس مهال یو کلیو خالص شات په بازار کې په ۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG