د مې ۲۰مه د شاتو مچیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د شاتو مچۍ او ځینې نورې ګټورې حشرې چې اصلي دندهیې له ګلانو د شیرې راټولول دي، په خوراکي څرخ او د بشریت په پایښت کې اساسي رول لري.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په یوې کرونده کې چې له ګلانو د شاتو مچیو له لوري شیره راټولېږي (ګرده ایستل)، ترڅو د بشریت د استفادې لپارهیې په مېوې بدل کړي، پالونکی یې ریاض رودوال وايي چې اوسمهال په کلني ډول شااوخوا ۴۰۰ کیلو شات تولیدوي.
نوموړی چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې د شاتو مچۍ ساتي، روزي یې او پالنهیې کوي وايي چې په شپږنیم زره افغانۍ یې د شاتو مچیو د صندوق په اخیستو سره د شاتو مچیو د روزنې او پالنې کار پيل کړ، خو اوس شااوخوا ۴۰۰ د شاتو مچیو صندوقونه لري.
د ښاغلي رودوال په خبره دا چې ننګرهار ته همېشه بهار وايي، ګلان پهکې زیات کېږي، نو د شاتو مچیو د روزنې او د شاتو د تولید لپاره مناسبې کروندې او شرایط لري.
ښاغلی رودوال زیاتوي: "زه اوسمهال د شاتو مچیو ۴۰۰ صندوقه لرم، له خپل کاره ډېر راضي یم، نهیوازې دا چې د شاتو کاروبار کوم، بلکې د شاتو مچۍ هم خرڅوم، دا چې په ننګرهار کې د شاتو مچیو پالنې ښه وده کړې، نو په کلني ډول ننګرهار کې شااوخوا ۴۰۰ ټنه د شاتو تولیدات لرو."
د شاتو مچۍ د نړۍ په خوراکي سیستم کې ۸۰ سلنه ونډه لري.
د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ۹۰ په سلو کې له بېلابېلې وحشي بوټو د شیرې راټولول په ټولهییزه توګه یا تر یوه بریده د حشرو په ځانګړې توګه د شاتو په مچیو پورې اړه لري، همدا شان د نړۍ خوراکي محصولات په سلو کې ۷۵ په مچیو پورې اړه لري.
له دومرو ګټو سره سره بیا هم دا حشره د انسانانو له ګواښونو خوندي نهده.
د کرنیزو چارو پوهان په لویو ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، د شنو کمربندونو لهمنځه تلل او د بڼوالو له لوري د مضره حشراتو په وژنه کې له زیاتو کیمیاوي موادو استفاده د شاتو د مچیو د لهمنځه تلو عمده لاملونه بولي.
د دغو کارپوهانو له ډلې وکیل احمد عمر علي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هڅه دې وشي، په هغو سیمو کې چې راټولونه او حاصلات کم وي، صندوقونه کېښودل شي، په یو هکتار کې چې شپږ جریبه کېږي دوه یا درې صندوقه مچۍکفایت کوي."
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې په هېواد کې د شاتو د تولید د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې دمګړۍ په ټول هېواد کې د شاتو مچیو شپږ زره ۷۵۷ پالونکي شته او په تېر لمریز کال کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې دوه زره ۴۹۰ ټنه شات تولید شوي و.
ښاغلی رستمي زیاتوي: "په تېر یو کال کې په پکتیا کې ۹۰۰ مټریک ټنه، ننګرهار کې ۵۰۰ او خوست ولایت کې ۴۰۰ مټریک ټنه شات تولید شوي، هرات، لغمان، بدخشان، نیمروز او بامیان ولایتونه هم د شاتو د تولید په عمده تولیدوونکو کې راځي."
د ښاغلي رستمي په خبره تر ډېره خلک په بادغیس، هرات، بدخشان، پکتیا، کندز، دایکنډي، بامیان، لوګر، سرپل، فراه، میدان وردګ، کاپیسا، تخار، بغلان او خوست کې د شاتو مچیو په روزنه او پالنه بوخت دي.