د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

عبدالباري د ريحان له ګلونو د شاتو ترلاسه کولو بريالۍ تجربه کړې


کندهار کې د شاتو د مچيو يوه فارم لرونکي د لومړي ځل لپاره د ريحان له ګلونو د عسلو یا شاتو ترلاسه کولو بريالۍ تجربه کړې ده.

عبدالباري د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې د شاتو د مچيو د روزنې فارم لري.

عبدالباري د لومړي ځل لپاره د ريحان له ګلونو د عسلو یا شاتو ترلاسه کولو بريالۍ تجربه کړې.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې اووه کاله مخکې يې د شاتو د مچيو د روزنې کار له څلور صندوقونو راپيل کړی چي اوس‌يې شمېر ۳۵۰ صندوقونو ته لوړ شوى دی.

د ده په وینا تر دې وړاندې کندهار کې د شاتو د مچيو روزنه هېڅ رواج نه‎وه خو د لومړي ځل لپاره‌يې پيل ده وکړ چې وروسته نورو خلکو هم دغه کار ته مخه کړه.

عبدالباري اوس‌مهال نه‌يوازې په خپله مچۍ روزي بلکې پر نورو یې هم پلوري.

عبدالباري وايي، هر کال له خپل فارمه ۲۰۰۰ کيلو ګرامه شات ترلاسه کوي چې د افغانستان یو شمېر ولایتونو او دغه‌راز سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شوي دي.

نوموړی وايي:

"زموږ د کندهار شات چې د ریحانو د ګلونو دي په ټول افغانستان کې يې ساری نه‌شته دا پاکستان ایران سعودي عربستان او دوبۍ ته هم خلک وړي."

شفیع‌الله چې د عبدالباري په فارم کې د شاتو د مچیو د روزنې مسؤلیت لري وايي چې د لومړي ځل لپاره‌يې د ريحان له ګلونو څخه د شاتو ترلاسه کول کشف کړل چې د مني په موسم کې ترلاسه کېږي.

د ده په خبره، پخوا به يوازې د پسرلي موسم کې شات توليدېدل خو اوس د هغه له دغه کشف سره د مني په موسم کې هم شات توليدېږي.

نوموړی وايي:

"د حمل میاشتې څخه د شاتو راټولول پیل کېږي بیا تر سرطان پورې اوس مني کې هم موږ شات راټولوو."

د شاتو د مچیو فارم مسؤلین وايي، د ریحان د ګلونو څخه د ترلاسه شویو شاتو ځانګړتيا دا ده چې کم ګلوکوز او ښه خوند لري او د شکرې ناروغان‌يې هم خوړلاى شي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG