د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

په لوګر کې د کرنې ریاست بې وزلو کورنیو ته د شاتو مچۍ ورکوي


د لوګر د کرنې ریاست چارواکي وايي چې دوی په یاد ولایت کې د بې وزلو ښځو او غریبو کورنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په هدف هغوی ته د شاتو مچۍ او د دې کاروبار وسایل او توکې ورکوي.

چارواکو یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې لسګونو بې وزلو مېرمنو او کورنیو ته د شاتو د مچېو د وېش په ځای کې وکړې.

د چارواکو په وینا چې دا مهال په لوګر کې خواوشا لس زره کورنۍ د شاتو د مچېو د پاللو پر کاروبار بوختې دي.

د لوګر د کرنې رئيس محمد دین مومند ازادي راډيو ته وویل چې دوی دا پروګرام په امتحاني ډول د محمداغې ولسوالۍ راپیل کړ او وروسته به يې د لوګر مرکز او نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

د ده په وینا چې دا پروګرام د کرنې وزارت د کورني اقتصاد د برنامې په چوکاټ کې پلی کېږي او د شاتو د مچېو او صندوقونو تر څنګ ګټه اخېستونکو ته ۹ قلمه نور توکي هم چې دې کاروبار لپاره ورته اړتیا ده، ورکول کېږي.

محمد دین مومند زیاته کړه:

"موږ نن ورځ د لوګر د محمداغې په ولسوالۍ کې لسګونو بې وزلو ښځو او کورنیو ته د شاتو مچۍ وویشلي ، هر فامیل ته مو دوه صندوقه د شاتو مچۍ او دوه خالي صندوقونه ورکړل، د دې لپاره چې دا تکثیر کړي او همدارنګه نهه قلمه نور ضروري مواد، بوره ده او نور مو مستفدینو ته وویشل شول. "

د دې کسب کاروباریان وايي چې د مچېو پر کاروبار لږ لګښت کېږي، خو ګټه يې کورنیو ته ډېره ده.

د شاتو د مچېو د یو شرکت مشر محمدعمر وايي، که یوه کورنۍ له شلو تر ۲۵ صندوقو پورې مچۍ ولري، نو د ټولې کورنۍ اقتصادي مشکلات يې پرې حلېږي.

دی په ټوله کې د شاتو لپاره بازار موندنه یوه مهمه ستونزه یادوي او زیاتوي چې ډېری حکومتي ادارې او موسسې بهرني مالونه خوښوي چې دا کار بیا کاروباریانو او د دې هېواد داخلي تولیداتو ته زیان رسوي.

مدنې فعال مطیع الله سرور وايي چې د لوګر اب او هوا د شاتو د مچېو د پاللو لپاره مناسبه ده، خو د کرنې ریاست ورته پوره پاملرنه نه‎ده کړې او دا کاروبار په معیاري ډول نه‎دی برابر شوی.

دی زیاتوي که فارم لرونکو لپاره بازار موندنه وشي او نورې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي، نو دا کار وبار به چټکۍ وده کولی شي.

د لوګر د کرنې ریاست د مچېو د برخې مسوول محمدناصر وايي چې یاد ولایت د شاتو د مچېو د پاللو لپاره مناسبه اب و هوا لري او دلته د کال په هر موسم کې مچېو لپاره بېلابېل صحرايي او اصلاح شوي ګلونه پیدا کېږي.

د ده په وینا چې په لوګر کې دا مهال خواوشا لس زره کورنۍ د شاتو د مچېو د پاللو کاروبار لري.

راپور: نجیب الله الوخېل- لوګر

XS
SM
MD
LG