د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

په کندهار، هلمند او ارزګان کې د معیشت بدیل پروګرام له لارې د پستې باغونه جوړېږي


د «ميرسي کور» په نوم مؤسسه د معیشت بديل پروګرام له لارې په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې بزګرانو ته د پستې ۴۵۰ باغونه جوړوي.

د کندهار محلي چارواکو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د پستې د زرګونه نيالګيو د وېش پر مهال وویل چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو، د نشه‌يي موادو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له‌خوا تمویلېږي چې هدف‌یې د نشه‌يي موادو مخنیوی، د حلال کښت وده او له بزګرو او باغوانانو سره مرسته ده.

د کندهار محلي چارواکي وايي چې د دې پروګرام له مخې به د کندهار لپاره ۲۵۰ د هلمند لپاره ۱۴۰ او د ارزګان لپاره ۶۰ د پستې باغونه جوړ شي.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند حبیب‌الرحمن سجاد د دغه ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د پستې د نيالګيو د وېش پر مهال وویل چې د معیشت بديل د دغه پروګرام له لارې به د کندهار په ۷ ولسوالیو کې باغوانانو ته د پستې شااوخوا ۳۰ زره نيالګي ورووېشل شي.

سجاد: د پستې دغه باغونه به په ۷ ولسواليو کې جوړېږي.
سجاد: د پستې دغه باغونه به په ۷ ولسواليو کې جوړېږي.

ښاغلی سجاد زیاتوي:

"د پستې دغه باغونه به په ۷ ولسواليو کې جوړېږي لکه ميوند، پنجوايي، ژېړۍ، ډنډ، ارغنداب، تخته پل او سپين بولدک، د کندهار د دې ولسواليو لپاره نږدې ۳۰ زره نيالګي لرو."

بل‌خوا د کندهار د نشه‌یي موادو پر ضد د مبارزې رئیس ګل محمد شکران وایي چې پسته د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی.

د شکران په خبره د پستې ګټه تر کوکنارو ډېره او په بهرنيو هېوادونو کې ښه بازار لري.

ښاغلی شکران وايي چې دغه پروګرام د ملګرو ملتونو، نشه‌يي موادو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له‌خوا تمویلېږي چې هدف‌یې د نشه‌يي موادو مخنیوی، د حلال کښت وده او بزګرو او باغوانانو سره مرسته ده.

د پستې باغ
د پستې باغ

نوموړي زیاته کړه:

"د دې معيشت بديل پروګرام هدف د مخدره موادو پر ضد مبارزه ده، د دې باغونو ګټه تر کوکنارو ډېره ده، کورنی او بهرنی بازار لري، خلک‌يې خوښوي او زموږ د زراعت او اقتصادي ودې لپاره تر ټولو غوره وسيله او اقتصادي سرچينه ده."

د کندهار محلي چارواکو تر اوسه د دغه پروګرام د لګښت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي.

په ورته وخت کې هغه بزګران چې د پستې نيالګي يې تر لاسه کړي وايي چې پسته د کوکنارو یو ښه بدیل دی، دغه ونې د دې تر څنګ چې ښه حاصل ورکوي او ډېره ګټه لري، لږ اوبه هم غواړي.

د کندهار د بزګرانو د اتحاديې مشر عبدالواسع ازادي رادیو ته وویل چې د دې نيالګيو تر وېش مخکې سلګونه بزګران او باغوانان د دغو نيالګيو او باغونو د روزلو، پاللو، د ناروغیو د کنټرول او د نورو برخو په اړه روزل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"تر ډېرو نباتاتو موږ ته د پستې نهال ښه دي، د کندهار باغوانان‌يې ډېره غوښتنه کوي، ځکه چې په کندهار کې اوبه کمې دي او دا ونې لږ اوبه غواړي، له نېکه مرغه چې پستې د کندهار په ځينو ولسواليو کې ښه نتيجه ورکړې ده لکه په (تخته پُل) او (دامان) ولسواليو کې."

د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین وايي، په تېرو څو کلونو کې په کندهار کې د پستې یو شمېر باغونه په امتحاني ډول جوړ شوي چي بزګرانو او باغوانانو ښه ګټه ځینې تر لاسه کړې ده.

راپور: محمد صادق رښتينی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG