د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

موحد: د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره د مخدره موادو قاچاق زیات شوی


له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره نورو هېوادونو ته د مخدره موادو قاچاق د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسؤلین وايي، له کومې ورځې راهیسې چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې نورو هېوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق موضوع ورسپارل شوې‎، لاسته راوړنې یې د پخوا په پرتله زیاتې دي.

د دغه مرکز د خپرونو رئیس احمد خالد موحد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۳۰» په کابل کې خبریالانو ته وویل، په وروستیو څو میاشتو کې یې په دغه نړیوال هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق څه باندې ۱۲۳ قضیې چې ۱۵۰ کسانو پورې اړه لري، بررسي کړې دي.

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر
د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر

ښاغلي موحد وویل، د مخدرو موادو د قاچاق د قضیو دغه شمېره ښيي چې له دې لارې بهر ته د مخدره موادو قاچاق د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

ښاغلي موحد د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې، د نیول شویو مخدره موادو په اړه وویل:

"شااوخوا ۸۶ کېلو ګرامه خاص هیروئین، ۴ کېلو ګرامه چرس او یو کېلو ګرام شیشه ده. هیروئین کیفیت لرونکي دي او قاچاق کوونکو غوښتل چې د نس له لارې یې هندوستان ته یوسي، سربېره پر دې د قضيې اړوند څلور شبکې چې ځیني کسان‌یې بهر ته د مخدره موادو قاچاق ته استخدامول، هم نیول شوي دي."

ښاغلي موحد وویل، د روان کال د دلوې په میاشت کې یې د مرکز او ولایتونو په کچه، د مخدره موادو ۵۷ قضيې چې دوو ښځو او یوه ایراني تبعه پورې یې اړه درلوده، بررسي کړي او په تړاو يې ۵۹ کسان نیول شوي دي.

ښاغلي موحد دا هم وویل چې پر دغو کسانو اړوندې ابتدائيه محکمې له دوو کلونو نیولې تر ۲۰ کلونو پورې د بند حکم کړی دی.

له مسکراتو او مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د معلوماتو له مخې، دغه قضیې د روان کال د جدي په میاشت کې ۵۵ وې.

د چارو پوهان سره له دې چې په دې برخه کې د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو هڅې ستايي، خو وايي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، تولید او قاچاق موضوع سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه پیدا کړي او د شته ستونزې هوارولو ته په کار ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په ګډه سره مبارزه وکړي.

عبدالشکور دادرس
عبدالشکور دادرس

د دغو کارپوهانو له ډلې، عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل:

"په دې کې ډېر لاسونه اوږد شوي او ډېرو قوي تدابیرو ته ضرورت دی، دا زموږ د پولیسو او عدلي او قضايي سیستم له واکه وتلې ده، که په نړیواله کچه زموږ سره مرسته ونه‌شي، زموږ پولیس، څارنوال او محاکم په یوازې ځان نه‌شي کولای چې د دغو موادو کښت، پروسس او ټرافیک مهار کړي."

د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرکز په ۱۳۸۴ لمریز کال کې تأسیس شو.

د یاد مرکز مسؤلین وايي، د تأسیس له ڼېتې راهیسې یې ۹۲۱ میله وسله، سلګونه لاسي او درانه بمونه، ۲۱ راکټونه، د قاچاق کوونکو څه باندې ۲۰۰۰ نقلیه وسایط، زرګونه مرمۍ او داسې نور نیولي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG