د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ځینو ولایتونو کې یو شمېر ستونزې په کال کې د کوکنارو د ۳ ځلي کښت لامل شوي


د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت، دفاعي چارو او له مخدره موادو سره د مبارزې کمېسیون وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جنګونو دوام، د کار نشتوالی، د قانون نه‌حاکمیت او بزګرو ته د بدیل معیشت د کافي مرستو نه‌رسېدل د دې لامل شوي چې کوکنار په یوه کال کې درې ځلې وکرل شي.

د دې کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۲» ازادي رادیو ته وویل، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د کوکنارو د ډېر کښت له امله د کوکنارو حاصلات او د مخدره موادو تولید، د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوی دی.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

دی وايي:

"په تېر کال کې د مخدره موادو د کښت فیصدي لوړه شوې وه. دلایل‌یې دا دي چې په هلمند او نورو ولایتونو کې به پخوا یوازې د پسرلي کښتونه وو، خو اوس په کال کې درې ځلې مخدره مواد ترلاسه کېدلی شي. په هغو سیمو کې چې طالبان حاکم دي، د کوکنارو کښت ته اجازه ورکوي، له همدې امله د کوکنار کښت زیات شوی دی."

ښاغلي الکوزي ادعا وکړه چې په ناامنه سیمو کې د بهرنیانو په مرسته د مخدره موادو د تولید ګڼې فابریکې جوړې شوي چې ډېره ګټه‌یې د بهرنیانو او د مخدره موادو لویو قاچاق کوونکو ته رسېږي.

د مخدره موادو تولید، د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوی.

ښاغلي الکوزي د دغو بهرنیانو د هویت په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

شااوخوا دوه اوونۍ مخکې له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت چارواکو، له دیني عالمانو سره په یوې ګډه ناسته کې ویلي چې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د هېواد په کچه شااوخوا نهه زره ټنه مخدره مواد تولید شوي، حال دا چې د دغو چارواکو په خبره په تېرو کلونو کې د مخدره موادو د تولید دغه اندازه، له ۴۰۰۰ ټنو څخه نه‌وه پورته شوې.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوکنارو د کښت، د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره‌یې هڅې تېزې کړې دي.

د دغه وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار د کوکنارو د کښت، د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د دوی د مبارزو نتیجه مثبته وبلله.

عبدالخلیل بختیار
عبدالخلیل بختیار

ښاغلي بختیار د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د شویو عملیاتو په اړه وویل:

"په ۹۶ لمریز کال کې زموږ پولیس توانېدلي چې ۲۴۶۸ عملیات ترسره کړي، په نتیجه کې یې ۲۸۴۸ کسان نیول شوي چې په دوی کې د مخدره موادو ستر مافیايي کسان، منځني او کوچني قاچاق کوونکي شامل دي."

ښاغلي بختیار وویل، په نیول شویو کسانو کې د ۶ پاکستانیانو او ۷ ایرانیانو په ګډون د افغان پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت د عمومي ریاست ۶۹ کار کوونکي هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د څلور کلن ستراتېژیک پلان له مخې هڅه کېږي چې د دغو موادو پر وړاندې مبارزه نوره هم پراخه شي.

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په دې اړوند د لاسته راوړنو خبرې کوي چې د ملګرو ملتونو د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، افغانستان اوس هم د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې کوکنار په‌کې زیات کرل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG