د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د نشه‌يي موادو پر ضد خلکو ته د تبلیغ په اړه له دیني عالمانو غوښتنه


د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، دیني عالمان د کوکنارو د کښت، توليد، قاچاق او استعمال په برخه کې د تبليغاتو له لارې مؤثر او ګټور رول لوبولای شي.

دا خبره د دې وزارت د ستراتېژۍ او پالېسۍ مرستیال، جاوید احمد قایم د چهارشنبې په ورځ د نشه‎يي موادو پر ضد د کابل ښار او ولسوالیو د علماوو په ناسته کې مطرح کړه او له هغوی يې وغوښتل چې په دې مبارزه کې د دوی له وزارت سره یوځای شي.

ښاغلي قایم وویل، دیني علماء کولای شي د اسلام په رڼا کې د منبرونو او جوماتونو له لارې د مخدره موادو د زیانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

جاوید احمد قایم
جاوید احمد قایم

نوموړی وايي:

"زموږ غوښتنه له تاسو دا ده او اعتراف کوو چې ستاسې د همکارۍ پرته د مخدره موادو پر ضد مبارزه امکان نه‎لري، موږ له تاسو غوښتنه کوو چې په دې اسلامي او ملي وجیبه کې له موږ سره یوځای شئ! له همدې ځایه شروع وکړئ، د جمعې په خطبه او بل هر ځای کې چې ستاسې نصیحتونه خلک اوري د مخدره موادو پر خلاف او له دې عمل نه د ځوانانو د خلاصون په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړئ."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال د نشه‎يي موادو پر ضد د دیني علماوو پر ونډه ټینګار کوي چې تر دې وړاندې دې وزارت ویلي وو چې د حج او اوقافو وزارت د نشه‎یي موادو پر ضد د عامه پوهاوي په برخه کې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه نه‎دي ادا کړي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت د پنځه کلن ملي عمل پلان له مخې د حج او اوقافو وزارت مسؤلیت لري چې د نشه‎يي موادو په برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د جوماتونو او تکیه‌خانو له منبرونو څخه د نشه‎يي موادو پر خلاف غږ پورته کول او د نشه‎يي موادو د زیانونو په اړه عام خلک پوهول هغه مهم کارونه دي چې د ملي عمل د پنځه کلن پلان له مخې د حج او اوقافو وزارت ورباندې مکلف ګڼل شوی دی.

خو دیني علماء بیا وايي چې دوی تل د نشه‎یي موادو د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړی او په دې برخه کې یې خپل رسالت او مسؤليت ادا کړی دی.

دیني عالم او د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني
دیني عالم او د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني

يو دیني عالم او د کابل د ولایتي شورا غړی عطاالله فیضاني وویل:

"له علماوو سره دغه مجلس ګټور او اغېزناک مجلس دی، علماوو تل په جوماتونو او غونډو کې خپل رسالت ادا کړی او هغه څه چې خدای او رسول ویلي، دوی خلکو ته رسولي دي. کوکنار، چرس او شراب حرام دي. راځئ هر هغه څه چې عقل خرابوي، په مقابل کې یې عملي اقدام وکړو."

په دې ناسته کې د کابل والي یعقوب حیدري هم ګډون کړی و او د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د کوکنارو د کښت په اړه اندېښنه وښوده.

ده پاکستان په افغانستان کې د مخدره موادو د رواجولو او عامولو ستر لامل یاد کړ او له دیني علماوو، عامو خلکو او نړیوالې ټولنې څخه‌یې وغوښتل چې په دې مبارزه کې د افغان حکومت ترڅنګ ودرېږي او په ګډه د مخدره موادو او مسکراتو پر ضد مبارزه وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG