په بوسنیا کې نن یو شمېرځوانانود معاصر رومیو او ژولیت د مړینې دوه ویشتم تلین ولمانځل او د هغوي هدیرې ته یې ګلان وروړل.
دا دواړه ځوانان باشکو برکیچ او ادمیرا اسمیچ د [1993] میلادي کال د مې په نولسمه، وویشتل او ووژل شول.
هغه مهال، د پخوانۍ یوګوسلاویا په هېوادو کې کورنۍ جګړه روانه وه او بوسنیا د سربي ځواکو په محاصره کې وه.
د سیمې خلک وايي، چې دواړو په څو دقیقو کې، یو په بل پسې ساه ورکړه.
باشکوپه خټه سرب او د مرګ په وخت 24 کلن وو.
ادمیرا په خټه بوسنیايي او ترباشکو، یوکال مشره وه.
یو سړی چې د دوي د مرګ صحنه یې لیدلي وايي، دواړو منډې وهلې. د اوربند په وخت کې دوي غوښتل چې د محاصرې له سیمې ځانونه وباسي. ناڅاپه، پردوي ډزې وشوې.
اول باشکو ولګید او ځای پرځاي مړ شو.
ورپسې ادمیرا وویشتل شوه او پرځمکه را وغورځيده.دا عیني شاهد وايي:
((دواړو لاسونه سره ورکړي وو او منډې یې وهلې چې ډزې وشوې.
دواړه داسې پرځمکه وغورځيدل لکه په هوا کې چې دوه مرغان ویشتل شوي وي.
داسې، لکه د واورې دوې زرې چې په هوا کې رقص کوي او سوکه – سوکه پرځمکه لویږي.))
د باشکو او ادمیرا مړي 4 ورځې د پيښې په ځای کې پراته وو او وروسته، سربي ځواکو څو تنه مسلمانان چې ورسره یرغمل وو، سیمې ته ور واستول او د هغوي جسدونه یې غونډ کړل.
د بوسنیا په کورنۍ جګړه کې دواړو ښکیلو خواوو پر یوه او بل د اوربند ماتولو تورونه ولګول خو یوه لوري هم په دې اړه چې ولې دا دوه مئینان ووژل شول، څه ونه ویل.
د باشکو او ادمیرا د مینې کیسه د مطبوعاتو له لارې په ټوله نړۍ کې خپره شوه.
د اوسني عصر د رومیو او ژولیت داسې ظالمان قتل، د میلیونو انسانانو په ذهن کې دا خبره یو وار بیا تازه کړه چې توکمیز، فرقه یې او مذهبي تبعیض یوازې کرکه خپرولای شي او هیڅ مفهوم نه لري.
د یوګوسلاویا د راک او کلاسیکې موسیقۍ ډلې [Zabranjeno Pusenje] څه موده مخکې د باشکو او ادمیرا د مینې په اړه یوه سندره خپره کړه چې د جګړې د بې هدفۍ او په جګړه کې د ښکیلو انسانانو د ناهیلیتوب کیسه کوي.
[د مینې سترې کیسې په سترو بدبختیو کې را ټوکیږي
د دوی قومونه بیل وو
د دوي خدایان بیل وو
خو دوي لاسونه سره ورکړي وو
له دې ټولو خبرو د ازادۍ لپاره ]
https://www.youtube.com/watch?v=OMMfW3IqiFE
د باشکو او ادمیرا مړي په یوه قبر کې، پر هغه ځای چې ویشتل شوي وو، خاوروته سپارل شوي دي.
د ادمیرا پلار ویلي چې د خپلې لور د مړګ د تلین لپاره یې خاص مراسم نه دي جوړ کړی خو د هغې هدیرې ته به ورشي او قبر ته به یې ګلان ور وړي.